
څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې د مرګ خطر یې شته.
افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره شاوې لي وايي دغه هېواد د نفوس شاوخوا نیمايي وګړي په تشه ګېډه ویده کېږي او کافي خواړه نه لري.
شاوې لي بریتانیا ته ورغلي ده او هلته یې د پارلمان له غړو سره د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د خبرداریو لړ کې د خوړو نړیوالو پروګرام مشرې ویلي دغه هېواد کې د نفوس شاوخوا نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري.
شاوې لي لندن کې له "سکای نیوز" تلویزیون سره مرکه کې ویلي د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته کاري فرصتونه هم کم شوي دي:
"هره ورځ افغانستان کې شل میلیونه کسان کافي خواړه نه لري او په تش نس ویده کېږي.
څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې د مرګ خطر یې شته. د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د افغانستان د اقتصاد بنیاد نړېدلی.
له درو کلونو راهیسې وچکالي هم ده. د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.
د اګست له ۲۱مې را پدېخوا د کار فرصتونه هم نشته چې لا له وړاندې د کورونا ناروغۍ له امله زیانمن شوي وو.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132838