IQNA

په ایران کې په پانسئ محکوم ۲۰۰ افغانان نه پانسي کیږي بلکې افغانستان ته لیږل کیږي

8:45 - May 21, 2023
د خبر لمبر: 3487371
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ايران او افغانستان د‌ ګډ تفاهم له مخې په ایران کې پر ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام سزا نه تطبیق کیږي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل د ملي تلویزیون سره په مرکه کې ويلي چې د ایران په زندانونو کې شاوخوا دوه سوه افغان بندیان د اعدام له سزا سره مخ دي.

خو ضیا احمد تکل وايي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو تفاهم له مخې ایران په دې موافقه کړې، چې په دغه شمیر افغانانو به د اعدام سزا نه پلې کیږي.

ضیا احمد تکل وویل اسلامي امارت وتوانیده چې د ایران سره یو تفاهم ته ورسیږي، ترڅو هلته دوه سوه هغه افغانان چې په اعدام محکوم شوي و، هغوی له اعدام څخه وژغوري او پر هغوی به د اعدام سزا نه تطبیق کیږي.

خو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې په ایران کې ۲۰۰ افغانان چې په اعدام محکوم شوي وو، اعدام يې حبس ته اړول شوی او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

حافظ ضیاء احمد په ایران کې د افغان بندیانو په اړه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د انتقال په برخه کې پرمختګ شوی او لا هم ایراني چارواکو سره په دې اړه خبرې روانې دي.

د ضیا احمد تکل د معلوماتو له مخې د کوچني اختر هخکې د ایران اسلامي جمهوریت سره تفاهم وشو، چې له مخې به یې هغه افغانان چې په ایران کې بندیان دي افغانستان ته راوړل شي او دلته به یې دوسیې څیړل کیږي چې تر دې مهاله د زرو تنو پورې هغه افغان بندیان چې باید دوسیې یې وڅیړل شي افغانستان ته انتقال شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر له پنځو میلیونو ډېر دی.

د راپورونو له مخې په ایران کې اکثره افغان بندیان د قانوني اسنادو نه لرلو ترڅنګ د نشه یي توکو د قاچاق اوپه نورو جنايي جرمونو بندیان شوي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133162

captcha