IQNA

د ایران او افغانستان ترمینځ دحق آبه موضوع ولې نه حل کیږي؟له شناندو ئې دلته آورو

10:02 - May 22, 2023
د خبر لمبر: 3487376
ایکنا-(تهران) د افغانستان او ایران تر مینځ ۱۳۵۱ کال کې د هغه مهال افغان صدراعظم محمد موسی شفیق او د ایران هغه وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د اوبو وېش یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې د افغانستان لپاره به د اوبو کفایت په صورت کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښوول کېږي.خو وروستیو کې د افغانستان له لورې ایران ته د اوبو نه ورکړه د دې لامل شوه چې د دواړو هېوادونو چارواکي تخنیکي ستونزه په سیاسي ناندریو بدله کړي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د  اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر وايي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو ستونزه باید په تفاهم حل شي او افغان حکومت باید ایراني چارواکو ته اجازه ورکړي چې د کمال خان او کجکي بندونو لیدنه وکړي.

په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځآنګړي استازي او د دې هېواد سفیر حسن کاظمی قمی د ثور د میاشتې په ۲۹ نیټه د جمعې په شپه د ایران د اسلامی جمهوریت له خبری چینل سره په مرکه کې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا د هلمند د اوبو د حقوقو د ورکړې په اړه وویل: طالبان د هغه څه له مخې چې وايي، اوبه باید د ۱۳۵۱ کال د تړون په چوکاټ کې ورکړل شي، خو که اوبه وي او دوی یې نه ورکوي، باید د نه ورکولو حساب ورسره وشي.

دغه لوړپوړي ايراني ډيپلوماټ وويل: چې د دې ستونزې تر ټولو ښه حل لاره د هلمند سيند او د کجکي او کمال خان بندونو د وضعيت څېړنه ده.

له دې مخکې د افغانستان طالبانو د هلمند د اوبو د حق په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کښې په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ: اوسنی افغان حکومت د هلمند د اوبو په هکله نیمه پیړۍ مخکې شوي تړون ته ژمن دی خو د وچکالۍ له امله کافي اوبه نشته.

دوی ویلي  طالبان هڅه کوي چې ژمنه شوې اوبه ایران ته ورسوي، خو په دې شرط چې په افغانستان کې د اوبو زیرمې دومره زیاتې شي چې په خوشې کولو سره یې سوونو کیلومتره سفر وروسته هغه هیواد ته ورسیږئ.

د ایران د حق ابې په اړه د تهران رآډیو د هیندارې ځآنګړې خپرونه د خپرونې میلمانه: انجینر فرید احمد ناصرزی او ډاکټر علي واحدي د خپرونې کوربه: عطا.الله خوږیاڼی   ،، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133212

captcha