ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،دافغانستانپه کابل کښې د ایران د سفارت سرپرست او د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزیر سره کتنه کړې او د دواړو هیوادونو د اړیکو او د هیرمند سیند د اوبو د حق په هکله ئې سره مشوره وکړه.
په افغانستان کښې د ایران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي نن په کابل کښې د طالبانو د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره کتنه او خبرې وکړې او دوې له هیرمند سیند څخه د ایران د اوبو د حق د تامینولو او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله د نظر تبادله وکړه.
کاظمي قمي په دغه کتنه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو په هکله د یوشمیر مطالبو په وړاندې کولو سره د دوحې د غونډې په هکله غور وکړ او د دغه غونډې په هکله یې یو راپور وړاندې کړ.
داپه داسې حال کې دي چې راپورونه ښئ نن هم د ایران په سیستان و بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایت په سرحدي سیمو او دغه راز د ساسولي ، حاتم او ماککي کلیو په خوا کښې په یوشمیر سیمو کښې د طالبانو د ځواکونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو ترمینځ یوشمیر نښتې رامینځته شوي دي.البته وروستي راپورونه ښئ چې د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو په فوری تماسونو پسې دغه نښتې پاي ته رسیدلی دي.
په کابل کې ددغې کتنې په دوام کښې د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي په دوحې غونډې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ د قدرونې په ترڅ کښې د خبرو اترو او د تفاهم له لارې د دوه اړخیزه مشکلاتو او د مسائیلو په حل ټینګار وکړ