ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د عربستان حکومت سږکال نیّت لري ، د حاجیانو شمیر له کرونائي بحرانه مخکې شمیر ته ورسوي او په همدې خاطر ئې د مختلفو هیوادونو د حاجیانو کوټې هم زیاتې کړي دي.
د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه د حج فریضې ادا کولو په موخه تر دا مهاله سعودي عربستان ته څلور لکه څلور دیرش زره نه سوه اتیا حاجیان رسیدلی دي ۴۳۴۹۸۰ تنه رسیدلي او په مدینه منوره کې یې د رسول الله (ص) سپيڅلي حرم او نبوي جوما د زیارت ترسره کول پیل کړي دي .
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وایي، تر اوسه د اندونيزيا څخه 89 زره 876، له هندوستانه 44 زره 173، له پاكستانه 42 زره 838، له الجزاير څخه 28 زره 738 او له ايران څخه 26 زره 695 حاجيان مدينې منورې ته رسېدلي دي او دغه لړۍ هماغه راز دوام لري او اټکل کیږي، چې سږکال به هم د حاجیانو شمیر دتیرو څو کلونو په پرتله زیات وي او هم د خدمت ت او میلمه پالنې اقدامات او فعالیتونه دنورو وختونو په نسبت ډير ښه وي.ځکه د عربستان اړونده وزارت او ادارو هوډ کړی چې د نړۍ دحاجیانو تر ډيره حده میلمه پالنه وکړي.
دوی وایي، د حاجیانو لپاره یې ټول سهولتونه برابر کړي.