IQNA

د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته په پاکستان کې ترهه ګرې حملې زیاتې شوي دي

16:22 - June 12, 2023
د خبر لمبر: 3487464
له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم ادعا کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) شاوخوا پنځه زره وسله وال په افغانستان کې پټ دي او په دغه هېواد کې هر ډول اسانتیاوې ورته برابر دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت له راتګ وروسته په دغه هېواد کې د تحریک طالبان ترهګرې ډلې بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت له راتګ وروسته په دغه هېواد کې د تحریک طالبان ترهګرې ډلې بریدونه زیات شوي دي.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر "رانا ثناء الله" هم ادعا کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا پنځه زره وسله وال په افغانستان کې پټ دي او په دغه هېواد کې هر ډول اسانتیاوې ورته برابر دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له الجزیرې سره په مرکه کې د افغانستان له واکمنې ادارې غوښتي چې د دغه هېواد خاوره دې د ترهګرو د فعالیتونو لپاره نه کاروي او ټینګار یې کړی چې اسلام اباد له کابل څخه غواړي چې د ترهګرۍ سره مبارزه کې ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان د اوسني حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان موتقي په ګډون طالب چارواکو په وار وار د پاکستاني سیالانو ادعاوې رد کړي او ډاډ یې ښودلی چې افغانستان به د هیڅ هېواد لپاره ګواښ پېښ نکړي.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې،زرداري د چین، پاکستان او افغان حکومت د بهرنیو چارو د وزیرانو د تېرې میاشتې درې اړخیزې غونډې ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د افغانستان له نویو واکمنانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل یوازینۍ حل لاره ده.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134310

captcha