IQNA

د افغانستان د طالبانو په ضد بندیزونه کومه حل لاره نه ده

16:39 - June 14, 2023
د خبر لمبر: 3487474
  په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالسلام حنفي د ملګروملتو له یوه لوړپوړي مسئول مقام سره په کتنه کې ټینګار کړی دی، چی  پرطالبانو باندې  لګول شوي بندیزونو له افغانستان سره په بشري مرستو هم منفي اغېز کړی، نو په کار ده چې نړیواله ټولنه د طالبانو له سرپرست حکومت سره د تعامل لار غوره کړي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت   د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له مرستیال کارل سکاو سره په لیدنه کې ویلي چې پر طالبانو بندیزونه لګول د حل لار نه ده.

  په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي حنفي په دغه کتنه کې ټینګار کړی دی، چی  پرطالبانو باندې  لګول شوي بندیزونو له افغانستان سره په بشري مرستو هم منفي اغېز کړی، نو په کار ده چې نړیواله ټولنه د طالبانو له سرپرست حکومت سره د تعامل لار غوره کړي.

هغه زیاته کړې، له افغانستان سره شوې مرستې بسنه نه کوي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره باید نړیواله ټولنه په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د عملي کېدو ملاتړ وکړي.

په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام مشر ویلي، جګړو او اقلیمي بدلون افغانانو ته زیان اړولی او دوی هڅه کوي چې نړیوالې مرستې ورته راجلب کړي.

د خوړو نړیوال سازمان تر دې وړاندې په افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په اړه اندېښنه هم ښودلې وه.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134382

 

captcha