ایکنا د پارس ټوډې له قوله له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو دحج او اوقافو د چارو وزارت پرون عربستان ته د خدای د کور د زیارت کولو ته د افغان حاجیانو د لیږد د پاي خبر ورکړ او وې وئيل،دغه وزارت عربستان ته په ۸۹ الوتونو کې دیرش زره حاجیان ولیږدول.
له دې مخکې هم د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد پخپل ټولنیز پيغام کې لیکلي وو،د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په ټولو برخو کې دافغانستان حاجیانو ته ښه امکانات برابر کړي دي.
هر کال له درستې نړۍ په لکونو مسلمانان د حج د فریضې د اداکولو لپاره عربستان ته ځي او د وحي په ټاټوبی کې د مکې او مدینې شریفې له زیارتونو مشرف کیږي. او د اسلامی امت د یووالی او اتحاد او دغه راز د درستو مسلمانانو دبریالیتوب او د خپل عاقبت دښه والي دعاګانې کوي.