ایکنا د العهد انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ،دعراق دمقاومت غږملونکی کمیټې پرون مازدیګر دیوې اعلامیې په خپرولو سره ټينګار کړی دی دعراق مقاومت د خپل هیواد د ملت د ګټو او دوي ته دخدمت رسونې پر نورو مسئلو برلاسه ګڼي اوددې کار لپاره به حتما اهتمام کوي.
په دغې اعلامیې کې روښانه شوې ده ، هغه حساسیت ته په پام سره چې په اوسنیو شرائطو کې موجود دی او له دغې مرحلې د تیریدا ضرورت یو هغه اقدام چې د مقاومت غږملونکي کمیټې ترسره کړی ، دعراق په خاورې کې د امریکاد شتون په ضد دپوځي عملیاتو دریدا ده ،خو باید داسې اخستون ونشي چې دغه اقدام د دغه غیرقانونی شتون د دوام دمنلو په معنا وي چې دعراق د اساسی قانون خلاف ورزي هم شمیرل کیږي.
دعراق دمقاومت غږملونکی پلاوي پخپلې اعلامیې کې ټينګار کړی دی ، مونږ دعراق په چارو کې د امریکا له ښکاره تیریو اولاسوهنو څخه غافل نه یوو،د امریکا دپوځي اډو ،پوځي ځواک او جاسوسی ډرونز شتون او د عراق د ارزښتونو او عاداتو ،کلتوري هویّت په نښه کولو او د اخلاقي انحرافاتو په خورولو کې دامریکا شرغواړي سفارت د ورانونکی رول دوام سبب شوی چې مونږ د خپلو شرعي او ملی دندو په اساس مناسب ځواب ورکړو.
په دغې اعلامیې کې همداراز ټينګار شوی دی چې دهغو هلوځلو په اساس چې دعراق حکومت ئې باید ترسره کړي، مقاومت ،ترټولووروستی فرصت ورکوي،څو ددغو تیریو مخه ونیسي او ټول باید په دې پوهه شي چې دمونږ صبر هم یو حد لري او هر حرکت عکس العمل هم له ځان سره لري.
په همدې ارتباط ، د صابرین نیوز ټیلګرامی چینل ، دعراق د خبرو سرچینو د امریکا له خوا دعراقي مقاومتي ډلو د مشرانو د ترور پلان خبر ورکړی دی.
ددغه رسندوئې په لیکنې سره په عراق کې د امریکا سفیر الینا رومانسکي ددغه هیواد ځينو سیاسی لورو ته اعلان کړی دی چې واشنګټن په متحده ایالاتو باندې د حملې په دلیل ،هغه که د عراقي ډلو مشران وي چې د هغو په سر کې د عراق د نُجباء اسلامی مقاومتي غورځنګ عمومی منشی شیخ اکرم الکعبی نامه لیدل کیږي، ټارګټ کړي .