ایکنا-(مکه) په مسجد الحرام کې د ایران د قرآني کاروان غړو په ایرانیو حاجیانو کې په زړه پوړې انداز سره او په ډله ایز ډول د خدای نامو یا اسماء الحسنی ښکلي اجرا نندارې ته وړاندې کړه.

ایکنا نیوز راپور ورکوي،د ایران د کاروان نور غړو چې دایران دیوه نړیوال قاری احمد ابوالقاسمي په مشرۍ کې له دولسو ولایتونو څخه د قرآن کریم د شلو قاریانو او حافظانو په شتون سره د وحي ټاټوبی ته تللی دی ،څو د بیت الله الحرام او مدینې منورې په حاجیانو کې د قرآني محفلونو او پروګرامونو په اجرا سره د نورو هیوادونو په حاجیانو کې له قرآن سره د اونس د کلتور دودولو ته د ایران د اسلامی جمهوریت اهتمام منعکس کړي.
د کاروان نور په یوه بل پروګرام کې په مسجد الحرام کې سږکال جج تمتع په وخت ددغې ډلې غړو په ایرانیو حاجیانو کې د اسماءالحسنی مداحي په ډير په زړه پورې او معنوي انداز سره په ډله ایز ډول اجرا کړ چې د حاضرانو له خوا ډير وستایل شو.
ایکنا په دوام کې د وحي په ټاټوبی کې د کاروان نور د غړو په وسیله د اسماءالحسني په زړه پورې مداحي ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوي.