ایکنا دروئيټرز له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،په سویډ کې د قرآن کریم او د مسلمانانو د اعتقاداتو له سپکاویو وروسته دافغانستان د طالبانو حکومت په دغه هیواد کې د سویډ درستو اورګانونو او غیر حکومتي ادارو فعالیتونو باندې بندیز لګولی دی .البته طالبانو مشخصه نه ده کړې چې د سویډ کومو اورګانونو او موسیسو فعالیتونه په دغه فرمان سره ممنوع کیږي
ځيني سرچینې وائي احتمالا هغه اورګان به هم پکې شامل وی ، چې په افغانستان کې د سویډ دغیر حکومتي اورګانونو په فعالیتونو کې د افغانستان لپاره د سویډ کمیټي چې په زرګونو مرسته کونکي ځواکونه ئې د سلامتیا،روغتیا،زده کړې او ښاری پراختیا په برخو کې فعالیتونه کوي. دغه سویډي موسیسې تر دې دمه د طالبانو د دغه فرمان په باب کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د وئيلو ده چې یوعراقي الاصله سویډي افراط پال سلوان مومیکا د قربانۍ د لوي اختر په شپو ورځو :ې د سویډ په سټاکهم کې دیوه جامع جومات په وړاندې د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله چې په درستې نړۍ کې ئې سخت غبرګون راپارولی چې هماغه راز دوام لري.
داپه داسې حال کې دي چې د ملګروملتو د بشری حقوقو شورا چې ټاکل شوې ده نن د پاکستان په وسیله د اسلامی ملګرتیا موسیسې په غوښتې سره غونډه جوړوي او د دیني نفرت خورونې په باب د یوه پریکړه لیک په مسودې غور او بحث کوي.