IQNA

د محرم الحرام میاشت

افغانستان کې د محرم مراسم د ترسره کیدا په حال کې دي

14:40 - July 26, 2023
د خبر لمبر: 3487692
ایکنا – ( کابل) د محرم د میاشتې له ورځو سره هم مهاله د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د حضرت قاسم ابن الحسن علیه السلام د شهادت په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره شول.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله راپور ورکوي چې په دغو مراسمو کې چې د « اهلا من العسل» په نوم سره په کابل ښار کې وشول ویناوالو د کربلا په حماسې کې د حضرت قاسم امام حسن مجتبی علیه السلام د شخصیت،  د زړورتیا او د سرښندنې په اړه خبرې وکړې.

مداحانو په دغو مراسمو کې د حضرت قاسم علیه السلام د شهادت په اړه نوحې او روضه ولوستله.

په علمیه حوزو باندې د څارنې د شورا اجرايي مسئول حجت الاسلام سید حسن صالحي چې په دغه غونډې کې وینا کوله، د حضرت قاسم ابن الحسن علیه السلام شخصیت او زړورتیا د مسلمانو ځوانانو لپاره بیلګه وبلله او وویل، حضرت قاسم علیه السلام له دې سره سره چې کم عمره ځوان وو، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دین د ژوندي ساتلو په هدف سره یې د دین په لاره کې سرښندنه وکړه.

له کابل سربېره په قندهار ښار کې هم د محرم د میاشتې د ماتم مراسم د خلکو په پراخ ګډون سره د ترسره کیدا په حال کې دي.

د قندهار خلک ځینې شیعه میشته سیمې نن سبا د عاشورا  د نمادونو او نښو په ډګر بدلې شوي او په ځینو جوماتونو او امامباړو کې د شپې پرمهال د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت په مناسبت د ماتم مراسم ترسره کېږي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136218

captcha