IQNA

مرستندویې موسسې دې خپل سیاستونه بدل کړي

16:39 - August 06, 2023
د خبر لمبر: 3487746
ایکنا – ( کابل) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر وویل: مرستندویې موسسې پر خلګو باندې د نغدي مرستو د وېشلو پر ځای باید د کاروبارونو او کاري فرصتونو د رامنځته کولو هڅه وکړي.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د طالبانو د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د مرستندویو ټولنو په غونډه کې وویل: طالبان له داخلي او بهرني مرستندویو موسساتو او ټولنو څخه هرکلی او ملاتړ کوي، لیکن په دې باور دي چي روزنیزې مرستې له نغدي مرستو څخه غوره دي.

حقاني زیاته کړه: د افغانستان خلکو ته د نغدي مرستو د وېشلو پر ځای باید هغوی ته د کار او د روزنې زمینه برابره شي.

دا په داسي حال کې ده، چي د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وو، چي ۵۰۰ زرو کسانو ته یې په افغانستان کې مسلکې روزنې ورکړي او د کار زمینه ورته برابره کړې ده.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136742

captcha