IQNA

په افغانستان باندې د طالبانو په دوه کلن حکومت کې ۱۷۶خبریالان نیول شوي دي

11:05 - August 17, 2023
د خبر لمبر: 3487803
ایکنا – (کابل) د ۲۰۲۱ کال د آګست له پنځلسمې نېټې څخه په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د رسنیو لپاره یولړ محدودیتونه رامنځته شوي او تراوسه ډېر خبریالان او د رسنیو خاوندان نیول شوي دي.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د افغانستان د خبریالانو د مرکز د رپورټ له مخې، په دغه هېواد باندې د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې د خبریالانو او د رسنیو د خاوندانو خلاف په ثبت شویو پېښو کې، د رسنیو د درېیو تنو کارکوونکو وژل، د خبریالانو د زیان لیدنې ۲۳ موارد او ۱۷۶ لنډمهاله او مینځ مهاله نیونې شاملې دي، چې دغو نیونو څوڅو میاشتې دوام موندلی دی او له دغو کسانو څخه ۹ تنه لاهم په بند کې دي.

په عین حال کې د خبریالانو خلاف څه باندې ۳۰۰ قهرجنې او له تشدده ډکې پېښې ثبت شوې دي.

دا راپور د خبریالانو او رسنیو د حقوقو د خلاف ورزۍ د پېښو د زیاتېدو او په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ځپونې د بهیر د سختېدو ښودنه کوي.

د رسنیو خلاف په تازه اقداماتو کې د افغانستان د طالبانو د حکومت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د درېیو رسنیو فعالیت بند کړی دی.

په عین حال کې د بې سرحده خبریالانو سازمان هم په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې له درېیو څخه دوه برخې خبریالانو خپل کار پریښې دی.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137228

captcha