IQNA

د سره صليب کمېټې په افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره د مرستې د پای ته رسولو احتمال اعلان کړ

17:00 - August 19, 2023
د خبر لمبر: 3487810
ایکنا – (افغانستان) د سره صلیب نړیوالې کمیټې د مالي محدودیتونو له امله د اګست میاشتې تر پایه په افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره د مرستو د پای ته رسولو احتمال اعلان کړ.

ایکنا د افغان غږ خبری آژانس په حواله خبر ورکوي چې په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند دیوگو آلکانتارا رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې دغه کمیټه د اوږد مهاله روغتیا ساتنې لپاره لازمې سرچینې نه لري.

 د رویټرز په وینا، د روغتونونو لپاره د سره صلیب په ملاتړ کې د روغتیایی کارمندانو معاشونه او د طبي تجهیزاتو چمتو کول شامل دي. د سره صليب دغه مرسته پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ څو مياشتې وروسته پيل شوه.

 دیوگو آلکانتارا زیاته کړه چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پریکړه کړې چې د افغانستان د روغتیایی سیستم د ژغورلو لپاره له روغتونونو سره مرسته وکړي.

 هغه زیاته کړه چې سره صلیب په پیل کې ۳۳ لوی روغتونونه تر پوښښ لاندې راوستي او د اتو روغتونونو ملاتړ لا دمخه بند شوی دی.

 د هغه په ​​وينا، سره صليب د څه باندې لس زره روغتيايي کارکوونکو معاشونه او يو شمېر طبي وسايل ورکوي.

 په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د بودیجې د کمښت او د هغې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

https://www.avapress.com/ps/news/275103

captcha