IQNA

افغانستان کې د رسنیزو فعالانو ناوړه وضعیت

د کابل پولیسو د ځوانې افغان یوټیوبرې حورا سادات وژل کېدل تایید کړل

17:32 - August 24, 2023
د خبر لمبر: 3487847
ایکنا – (کابل) د کندز ولایت اوسېدونکې او ځوانه افغان یوټیوبره حورا سادات، چې په بېلابېلو یوټیوب چینلونو کې یې کار کولو په مرموز ډول په کابل کې وژل شوې ده.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د حورا سادات کورنۍ، همکاران او د طالبانو د حکومت امنیې قومندانۍ په کابل کې د حورا سادات وژنه تاییدوي.

د حورا سادات ورور ویلي چې خور یې د دوشنبې په ورځ وژل شوې ده.

د حورا سادات همکار ارشاد فرهمند ویلي: "تېره ورځ د ډېرو هڅو سره چې مو درلودې، کورنۍ مو یې له نږدې ولیده، د کورنۍ وضعیت یې ډېر خراب او ناراحت کوونکی وه. که څه هم موږ نږدې ۴۰ دقیقې د دوی په کور کې وو، په دې ۴۰ دقیقو کې یې موږ ته هېڅ جزئیات رانه کړل، یوازې دومره یې وویل چې غوښتل یې د حورا سادات جسد کندز ته انتقال او هلته خاورو ته وسپاري، خو د ځینو دلایلو له امله ونه توانېدل او په کابل کې یې د ماشومانو د یو ساده پارک مخې ته خاورو ته وسپارله ځکه هغه د ماشومانو ډېره لېواله وه."

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې حورا سادات درې ورځې مخکې د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې په قتل رسېدلې.

ځدراڼ ویلي چې د امنیتي ځواکونو د څېړنو پر مهال، د دې قتل په تور د یوې مېرمنې په ګډون، دوه تنه نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

خالد ځدراڼ د نیول شویو کسانو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل.

د حورا سادات وژنې د ښځو او بشري حقونو د یو شمېر فعالانو غبرګونونه پارولي دي.

حورا سادات شاوخوا ۲۵ کاله عمر درلوده، او په بېلابېلو یوټیوب چینلونو په ځانګړي ډول 'کابل فنس' او 'سټار فنس' کې کار کولو.


حورا سادات یوتیوبر به قتل رسیده

په افغانستان کې د وروستیو سیاسي بدلونونو او واک ته د طالبانو د بیاځلې رسېدو وروسته په رسنیو کې په ټولنیزو او تفریحي خپرونو محدودیتونه ولګېدل او له هغې وروسته د یوټیوب چینلونو بازار ګرم شو او ظاهراً د افغانستان د ننه او بهر د دوی پروګرامونو د خلکو په منځ کې ځانګړی ځای خپل کړ.

خو په دې وروستیو کې یو شمېر یوټیوبران په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو له جوړولو وروسته د ستونزو او ننګونو له امله له هېواده وتلو ته اړ شول او د طالبانو حکومت یې د دوی په سانسورولو تورن کړی.

خو د طالبانو حکومت دا موضوع بار بار ر کړې ده.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137560

captcha