ایکنانیوز دتسنیم له قوله راپور راکړ، دخوړو نړیوال پروګرام په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د بودجې د ډير کمښت په اعلانولو سره خبرداری ورک ړ، له فوري بودجې پرته به په دغه هیواد کې د میرمنو ا وماشومانو وضعیّت لا بدتر شي.
ددغې نړیوالې ادارې په اعلامیې کې وئيل شوي دي دمګړئ دافغانستان میرمنې د مرستو د کمښت په وجه ترټولو زیاتې اغیزمنې کیږي.
دغې نړیوالې ادارې په همداوروستیو کې وئیلي وو،په افغانستان کې مجبوره دي له هغو کسانو چې وږي دي او هغه کسان چې له لوږې ډيرزیات کړیږي، یو ټاکي،او باید نړیوالې مرستندویه موسیسې او ادارې د افغانستان بې وځله خلک په دغه حالت کې یوازې پرې نږدي او په تیره بیا د میلیونونو میرمنو او ماشومانو ژوند دې وژغوري.