IQNA

په پاکستان کې اوسیدونکوغیرقانونی افغانانود خپلو جائيدادونو خرڅول پيل کړل

7:04 - October 07, 2023
د خبر لمبر: 3488063
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د حکومت له خوا په دغه هیواد کې دغیر قانونی اوسیدونکو کډوالو د ویستلو له ویرې په ډيرو ښارونو کې اوسیدونکو افغانانو  خپل جائيدادونه خرڅول پیل کړي چې له امله ئې په دغه هیواد کې د شیانو بیّې او د کورونو کرائې په کیمدا دي.

ایکنا ددنیا نیوز له قوله راپور راکړ، د پاکستان د اسلام آباد پنډۍ کراچۍ،لنډي کوتل ،کوهاټ اوټل پشمول په بیلابیلو ښارونو کې په لکونو اوسیدونکو غیر قانوني افغان کډوالو خپل هیواد ته بیرته ستنیدا پیل کړې ده  او په پاکستان کې  ئې چې کوم جائيدادونه او  کورونه  او نور ځایونه اخستي وو،بیرته ئې خرڅول پيل کړي دي، چې له امله ئې په بازارونو کې الیکټرانیکس او د نورو سامانونو بیّې په اوڅاره توګه ټيټې شوي  اودغه راز په مختلفو ښارونو کې د اوسیدود ځایونو کرائې هم کمې شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مرتضي سولنګي په یولړ څرګندونو کې یو ځل بیا ګواښ کړی چې په دغه هیواد کې اوسیدونکي غیر قانوني پناه غواړي باید له ټاکل شوي نیټې مخکې مخکې ووځي ګني نو په زوره به وویستل شي او جائيدادونه او نور دکانونه او کورونه به ئې ضبط او مصادره شي.باید داکتوبر تر یودیرشمې نیټې پورې خپلو خپلو هیوادونو ته ولاړ شي.

بل پلوه له پاکستانه دافغان پناه غواړو بیرته خپل هیواد ته ستنیدل چټک شوي دي او هره ورځ د  خیبر پختونخواه او بلوچستان صوبو له سرحدي لارو په سلګونو افغانان خپلې خاورې ته ګرخي. دغه راز له افغانستانه هم رارسیدلي راپورونه ښئ چې  دافغانستان د طالبانو حکومت هم د خپلو وطنوالو د هرکلی لپاره  په سرحدي سیمو کې د مهاجرینو د بیرته ستنیدونکو لپاره کیمپونه جوړ کړي دی او هرکلی ئې کوي.نور راپورونه ښئ چې د ملګروملتو د کډوالو دچارو کمیشنرۍ دپاکستان د حکومت په دغه اقدام سخت ټکونه کړي او وئيلي ئې دي ، په زوره د کډوالو ویستل د شووو ژمنو په خلاف دي او باید دپاکستان حکومت په خپلې دغې فیصلې بیا کتنه وکړي.

همداراز د پاکستان  د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي په خبری ناستې کې وئيلي په پاکستان کې په روان کال کې په لسګوون ځان مرګو حملو او بم چاودنو کې په مستقیم ډول څوارلس ځان مرګي افغانان دي او دغه راز ئې نوره په لسګونو بم چاودنو او جنایتونو کې بشپړ برخه اخستې ده ،نو نور د غیر قانوني کډوالو په دغه هیواد کې ساتل له خپل ولس سره ظلم او د دوی په حقوقو ډاکه  اچول دي.

https://jang.com.pk/news/1275920

captcha