IQNA

په درست افغانستان کې مړه دې وي امریکا او مړۀ دې وي اسرائيل چغې پورته شوې(فیلم)

16:38 - October 14, 2023
د خبر لمبر: 3488107
ایکنا-(کابل) د افغانستان  ولس په بې دفاع فلسطینی ولس باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم په حملوباندې په اعتراض کې  او د مړه دې وي امریکا او  مړۀ دې وي اسرائيل په شعارونو پورته کولو سره  د مظلوم فلسطیني ولس په ضد دحشیانو د حملو د فوري دریدا غوښتنه وکړه.

ایکناد صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان  د کابل پشمول د زیاترو ولایتونو په لسګونو زره خلکو  پرون د جمعې  له لمانځه مخکې  د فلسطین دمظلوم ملت  او دمقاومتي مبارزانو په ملاتړ کې  و د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو  په ضد په شعارونو پورته کولو سره له درستو اسلامی هیوادونو او  نړیوالې ټولنې وغوښتل زرترزره دې دعمل ډګر ته ودنګي او د قدس له نیواکګر رژيمه دې خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړي .

له دې سره په یووخت د  افغانستان د کابل  په زرګونو خلکو د عیدګاه  جومات په وړاندې په غونډيدا سره  دفلسطین د ولس او طوفان الاقصی  څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او په ډاګه ئې کړه ،مونږ ته دې  اجازت راکړل شي څو د فلسطینیو وروڼو او خوئيندو د مرستې لپاره د وحشي اسرائيلو  په وړاندې مبارزې ته لاړشو او  خپله اسلامی دنده ترسره کړو.

 

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4175176

captcha