ایکنا دتسنیم له قوله راپور راکړ، د افغانستان او عربستان ترمنیځ د هوائي الوتونو په وسیله د مسافرانو د وړو راوړو او تجارتی الوتونه دلومړي ځل لپاره پیل شوي دي.
کام ائير هوائي شرکت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، ۱۲۰مسافران د لومړي ځل لپاره د افغانستان په شمال کې له بلخي هوائي ډګره د عربستان جدې ښار ته منتقل شوي دي.
ددغه شرکت یوه لوړپوړي مسئول محمد طاهر مصدق ووئيل،په دې پسې به عربستان ته هم مسافران او هم تجارتي شیان دالوتونو له لارې منتقل کړي.
د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوائي ډګر مسئول مولوي احمد خالد په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دغه اقدام به دنورو الوتکود شرکتونو د هڅونې سبب شي څو د مسافرانو د وړوراوړو او د تجارتي شیانو د منتقلولو لپاره هڅه وکړي.