IQNA

په افغانستان کې د سولې آو ثبات لپاره ملی خبرې اترې ضروري دي

8:37 - October 22, 2023
د خبر لمبر: 3488150
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو ټینګښت یوازینۍ لار، ملي تفاهم بللی دی.

حامد کرزي په دې لیدنه کې نجونو ته د زده‌کړو د زمینې برابرېدل او کار ته د ښځو بېرته ستنېدل، د افغانستان په پرمختګ کې حیاتي بللي او په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او همدارنګه د تلپاتې سولې او ټیګاو د ټینګښت په برخه کې د اوغلو له هڅو ستاینه کړې ده.

داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو  دبیرته رسیدا له وخت راهسې په دغه هیواد کې له شپږم صنفه پورته کلاسونو لپاره انجونو ته د زده کړې اجازت نه ورکول کیږی او دغه راز په دغه هیواد کې د میرمنو په کارکسب کولو  هم بندیز لګیدلی دی چې  دنړیوالې ټولنې له خوا د  افغانستان د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې لپاره  له دغو کرغیړنو  کړنو لاس اخستل لومړنی شر ط دی چې  داسلامی  امت دیني عالمانو هم پر طالبانو غږ کړی چې علم ترلاسه کولو  هم دسړیو او هم د میرمنو یو بنیادی حق دی او باید له میرمنو دغه حق وانخستل شي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140304

captcha