IQNA

طالب واکوالانو پرپاکستان غږ وکړ،د غیرقانوني افغان پناه غواړو د ویستلو نیټه دې وغځوي.

16:50 - October 24, 2023
د خبر لمبر: 3488164
ایکنا-(کراچئ) د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د  طالبانو د حکومت  کونسل  عبدالجبار تخاري ویلي چې دوی له پاکستانه  دغیر قانوني  افغان کډوالو د ویستلو د مهلت دغځیدو غوښتنه لري.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د افغانستان د طالبانو حکومتي چارواکي وایي ،د پاکستان له وروستیو دباؤنو سره تر ۱۲۰ زرو پورې افغان کډوال له دغه هېواده ویستل شوي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د حکومت کونسل عبدالجبار تخاري ویلي چې دوی له پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو د مهلت غځیدو غوښتنه لري.

د هغه په وینا، که پاکستان دغه مهلت اوږد کړي، افغان کډوال به په منظمه توګه د وتو چانس پیدا کړي. د طالبانو چارواکو ویلي، چې د ننګرهار په لالپوره ولسوالۍ کې یې د دغو کډوالو لپاره یو موقته کیمپ جوړکړی.

په ورته وخت کې افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال د مرستو له کموالي شکایت لري او د دوی ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه لري.

پاکستان یوه اونۍ نور افغان کډوالو ته وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان چارواکي وایي چې ۱،۷ میلیونه افغانان په غیرقانونی  ډول د په پاکستان کی  ژوند کوي او په ډیرو ترهه ګرو حملو کی د دوی لاس درلودل هم ثابت شوي دي .

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140424

captcha