ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقانی پرون کندهار کې له پاکستانه ویستل شوي یو شمیر افغان کډوالو سره په کتنې کې ووئيل،د مونږ غیږه ټولو افغان پناه غواړو ته خلاصه ده او باید ټول په عزت سره خپل هیواد ته راوګرځي .
د پاکستان حکومت هغو ټولو غیر قانوني پناه غواړو ته چې د پاتیکیدو قانوني مدرکونه نه لري،د نومبر له لومړۍ نیټې تر مخکې پورې مهلت ورکړی چې له هیواده دې ووځي.کني نو له ټاکلي نیټې وروسته به ونیول او په بندونو کې واچول شي.
خلیل الرحمن حقاني همداراز د مهاجرت د نړیوالې ادارې له مسئولانو سره هم په کتنې کې هیواد ته د بیرته ستنیدونکو پناه غواړو سره پر لازیاتو مرستو او ملګرتیاؤ ټينګار کړی دی.
وروستي راپورونه ښئ چې له پاکستانه دهغو غیر قانوني افغان کډوالو بیرته خپل هیواد ته د ستنیدا بهیر چټک شوی دی چې په غیر قانونی توګه په پاکستان کې دیره شوي دي.