IQNA

د افغانستان پرضد بایکاټونه له ترهګرۍ سره د مبارزې خنډ دي

7:35 - October 30, 2023
د خبر لمبر: 3488190
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړپه افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي ټينګار وکړ د افغانستان پرضد بایکاټونه له نشه ئیزو موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جدي خنډ دي.

په افغانستان کښې د امریکا له پوځي شتون راهسې په دغه هیواد کښې د نشه ئیزو موادو کر او تولید لس برابره شوی دی.

په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي په افغانستان کښې د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال «مارکوس پوتزل » سره په کتنه کښې د افغانستان پرضد د بایکاټونو د ختمیدا غوښتنه وکړه.

کاظمي قمي په دغه کتنه کښې د افغانستان له کړکیچونو د وتلو لپاره د سیمې د هیوادونو په چورلیزتوب سره د ګډې او د څو اړخیزه ډيپلوماسۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي په ایکس اینټرنیټ پانې کښې په یوه پیغام خپرولو سره ولیکل په دغه کتنه کښې له سیمې د ورهاخوا هیوادونو په تیره بیا د امریکا د ځواب د ویلو چې د افغانستان د اوسنیو شرایطو مسوول دي ټینګار وکړ دغه راز په نړیوالو نوښتونو کښې د سیمې له ورهاخوا هیوادونو د هرډول رغنده مشارکت په هکله شک څرګند کړ

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140682

captcha