ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې له پاکستانه وتونکي افغان کډوال د تورخم او چمن په دروازو کې له سختو ستونزو سره مخ دي او په زرګونه کسان د دوازې دې غاړې ته بند پاتې دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې له پاکستان څخه وتونکي افغان کډوال د تورخم او چمن په دروازو کې له سختو ستونزو سره مخ دي او په زرګونه کسان د دوازې دې غاړې ته بند پاتې دي.
دغه سفارت پر ایکس ټولنیزه پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې ده چې له پاکستان څخه د ویستل کېدونکو افغان کډوالو په زوره د ویستلو ننګونو او پایلو ته يې سخته اندېښنه ښودلې ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت همدارنګه ویلي دي چې تر اوسه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نقدي او غیر نقدي پانګو د لېږد له پاره څرګند سیاست شتون نه لري.
دغه سفارت زیاته کړې ده چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د شتمنو د لېږد د اعلان شوي سیاست له امله په پاکستان کې مافیايي ډلې راپيدا شوې دي چې له افغان کډوالو څخه بډې اخلي او په ګڼو بهانو يې ځوروي او کړوي.