IQNA

له ظلم سره مبارزه او د مقاومت روحیّه د اسلامی انقلاب په بطن کې نغښتې ده

16:13 - November 04, 2023
د خبر لمبر: 3488216
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په تهران کې د دلړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې په ولولناکو دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې له ظلم سره مبابره او د مقاومت روحیه له هماغه پیله د اسلامی انقلاب به بطن او ذات کې نعښتې ده ،ووئيل،اسلامی مقاومت د نن لپاره نه دی او له هماغه پیله بر الهی سنتونو او دقرآڼ کریم په منطق او د اهل بیت علیهم السلام  په سیرت مشتمل  اساس او چوکاټ دی .

ایکنانیوز ر اپور راکړ،د ایران داسلامی شورا مشر نن د لړم د میاتشې د دریالسمې په دغو ولولناکو دستورو کې ووئيل،د مقاومتی مبارزانو طوفان الاقصی عملیاتو د نړۍد نظم او دهغو د محاسباتي عواملو او عناصرو معادلات سره ځاي په ځاي کړل.

 ایران پریس خبری آزانس راپورو ورکړ،د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن په تهران  کې د لړم دمیاشتې د دیارلسمې نیټې په ولولناکو دستورو کې پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې د طوفانو  الاقصی عملیاتو د نړۍ دنظم او د هغو د محاسباتي عواملو او عناصرو معادلات سره ګډ وډ کړل ووئیل،ا مریکا او صهیونیسټي جنایتکار رژیم هر کار وکړي، نو   د طوفان الاقصی نومې عملیاتو وروسته  حالت ته به  بیرته ونه ګرځي.

 د ایران د اسلامی شورا مشر د غزې او فلسطین له خلکو څخه دنړۍ د آزادي غواړو ملاتړ ته په اشارې سره روښانه کړه،د سازباز د لارې انتها، دیوالیه کیدا او چټيتوب دی او د مقاومت د لارې انتها،بریالیتوب،سرلوړي او عزت دی .

قالیباف  دغه راز ووئیل،وحشي صهیونیسټي رژيم او جنایتکاره امریکا دې پوهه شي،چې هر کار هم چې په غړې کې وکړي،او هره پیښه  رامینځةشي، نو هیڅکله هم نړیوال معادلات نشي بدلولی او دغه ناکامي جبرانیدونکي نه ده .

د ایران داسلامی شورا مشر دغه راز ټينګار وکړ،مقاومتي چورلیز او مبارزان  کومه حکومتي او  د محور حکومت موضوع نه ده،بلکې د له ظم، جنایت او ستم سره دمبارزې لپاهر او له ایمانه او اسلامی امت څخه راپورته شوي  چاره ده او په ډاډ سره  به تراخه ماته پر اسرائيلی جنایتکارو  وتپي.

نن یعني د لړم د میاشتې  دیارلسمه نیټه،د ایران په اسلامی جمهوریت  کال هینداره کې  له نړیوال  استکبار سره  دمبارزې ملی ورځ  نومول شوې ده.

څلور څلویښت کاله مخکې په همداسې ورځ په تهران :ې د امریکا سفارت یا هماغه د جاسوسۍ ځاله د ایران د اسلامی انقلاب په ضد د امریکاپه ډيرو زیاتو دسیسو باندې په اعتراض کې  د ایران د محصیلینو په لاس ونیول شوه، چې حضرت امام خمینی دا پيښه دوهم انقلاب بللې وه.   

راهپیمایی یوم‌الله 13 آبان در تهران

https://iqna.ir/fa/news/4179733/

captcha