IQNA

د غزې دمظلومو خلکو په ملاتړ کې نړیوالې مظاهرې هماغه شان دوام لري(فیلم)

16:08 - November 15, 2023
د خبر لمبر: 3488277
ایکنا-(تهران) د نړۍ په زیاترو هیوادونو کې هماغه راز د فلسطین د غزې دمظلومو خلکو دحقوقو په دفاع او په دغې سیمې د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله جنایتونو د دوام په محکومیّت کې مظاهرې او اعتراضونه هماغه شان دوام لري.

ایکنا دالجزیره له قوله راپور راکړپه درستې نړۍ کې هماغه شان په غزې د صهیونیسټي رژيم د څارودي ډوله تیریو اوجنایتونو په ردولو کې  چې تر وروستیو پورې د  کابو یولس زره پنځه سوه فلسطنیانو د شهادت سبب شوي  چې زیاتره ئې ماشومان اوښځې دي ،   هماغه راز دوام لري.

د هالینډ په آمسټرډم  کې  مدني فعالانو په اسخیپول هوائي ډګر کې  مظاهره وکړه او په غزې کې ئې دفوري اور بند او د اسرائيلي رژيم او هالینډ ترمینځ ئې د پوځي ملګرتیاؤ دغوڅیدا غوښتنه وکړه.

د سویډ په  مالمو ښار کې  هم  د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړ کې او رسره په پیوستون کې سترې مظاهرې وشوې . دډنمارک په پلازمینې کوپنهیګ  هم دغزې او فلسطین  د ملاتړو اورګانونو او موسیسو  په ملګرتیا او د ټولنو له خوا  ددغو مظلومو خلکو په ملاتړ کې پراخې مظاهرې شوي دي.

 

دغه راز راپورونه ښئ چې په اردن ،مراکش تیونس هالینډ ،پاکستان ،هندوستان،بحرین، کویت ،جرمنی ، انګلستان ،امریکا او نیجریه پشمول په لسګونو نورو هیوادونو کې هم پراخې مظاهرې شوي او پر ملګروملتو ئې غږ کړی څو د غزې د  جنګ د سملاسی اور بند او د دغې مظلومې سیمې خلکو ته د  فوري انساني مرستو د رسولو  لپاره جدي ګامونه پورته کړي  او  داسرائيلو  جنایتونو د دردولو لپاره دې اقدامات وکړي.

همداراز د اردن  ډیری لوړپوړو شخصیّتونو  په یوې اعلامې کې  دمصر د رفح د سترې لارې د پرانیستل کیدا غوښتنه کړې چې دغه یوه نسخه ئې د مصر سفارت ته سپارلې ده.

راپورونه ښئ چې د بیلجیّم په بروکسل کې هم ستره مظاهره شوي او دغه راز په لندن کې د مصر سفارت په وړاندې په زرګونو خلک غونډ شوي چې له مصر څخه ئې د غزې دخلکو لپاره دانسان دوستۍ د مرستو رسولو لپاره درفح د سترې لارې دپرانیتسو غوښته کوله.

 همداراز په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ په وړاندې  هم مظاهره شوي چې په غزې کې ئې د الشفاء روغتون  باندې دجنایتکارو د حملې په محکومیّت کې ددغه جنایتکار رژيم د چارواکو د محاکمه کولو غوښته  کوله.

https://iqna.ir/fa/news/4181927

captcha