IQNA

7:33 - November 18, 2023
د خبر لمبر: 3488286

طالبات وائي،په افغانستان کې په زرګونو میرمنې په رسمي اورګانونو کې په کارونو بوختې دي

ایکنا-(کابل) د افغانستان  د طالبانو د حکومت داخله چارو وزارت وائي ،په کورنیو چارو وزارت کې کابو دوه زره ښځینه کارکوونکې  په مختلفو څانګو کې په کار بوختې دي.

طالبات وائي،په افغانستان کې په زرګونو میرمنې په رسمي اورګانونو کې په کارونو بوختې دي

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویندوی «عبدالمتین قانع» د جمعې په ورځ وویل: دغه ښځینه کارکوونکې د پاسپورت په ریاست، عامه خدمتونو، پوستو او د  کورنیو چارو وزارت په نورو څانګو کې کار کوي.

قانع زياته کړه چې د پوليسو په ليکو کې د ښځو شتون اړينه ده، په ځانګړې توګه د کورنيو چارو وزارت د امنيتي او تفتيش په څانګو کې.

خو د پوځي چارو کارپوه صادق شینواري د افغان ښځو شتون کموالي ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د افغانستان خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره باید د ښځینه ځواکونو شمېر زیات شي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141702

captcha