ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور ارکړ، د ایران د کډوالو ملي ادارې د مدیریت مسئول جواد خاني د شنبې ورځ، ویلي چې دغه کسان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه ویلي: «د کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ د روان کال د زمري په میاشتې کې پیل شوې او تر اوسه ۴۵۰ زره ناقانونه کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.»
نوموړي زیاته کړې چې افغانستان ته ستانه شوي کسان په ناقانونه توګه ایران ته داخل شوي وو.
د ده په وینا، تهران، سیستان او بلوچستان، خراسان رضوي، قم، کرمان، یزد، فارس او البرز هغه ولایتونه دي چې ۹۲ سلنه کډوال پکې ځای پر ځای شوي دي.
خاني زیاته کړې، اټکل کېږي چې څلور میلیونه ناقانانونه کډوال په ایران کې مېشت وي.
دغه ایراني چارواکي زیاته کړې: «تر دې دمه د هویت یو میلیون کارتونه کډوالو ته صادر شوي، د ولایتونو ترمنځ کار وېشل شوی او د کډوالو تنظیم په چټکۍ سره روان دی.»
څه موده وړاندې د ایران د کډوالو ملي ادارې په دغه هېواد کې مېشتو بهرنیانو او کډوالو ته د سمارټ کارټونو د وېش بهیر د پیلېدو خبر ورکړی وو.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141764