ایکنا نیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،\په استرالیا، جاپان او فیلیپین کې د فلسطین د ملت ملاتړو د اتمې اونۍ لپاره په پرله پسې توګه په سړکونو او ځینو شاپنگ مالونو کې په لاریونونو او راټولیدو سره د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د ماشوم وژونکی رژیم د نسل وژنې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
د پرله پسې اتمې اونۍ لپاره په زرګونو کسانو د اسټرالیا، جاپان او فیلیپین په لارو کوڅو کې د غزې په تړانګه کې د میشتو فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وکړ.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فلسطین د خلکو ملاتړو د مظاهرو په ترسره کولو سره د غزې د تړانګې د خلکو پرضد د نیواکګر رژیم جنایتونه وغندل. په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې خپلې ۶۵مې ورځې ته داخلې شوې دي او تراوسه په غزې تړانګه کښې دښځو او ماشومانو په شمول څه دپاسه اتلس زره فلسطینیان شهیدان شوي دي .
له کوالالمپور زمونږ د خبریال د راپور له مخې په استرالیا، جاپان او فیلیپین کې د فلسطین د ملت ملاتړو د اتمې اونۍ لپاره په پرله پسې توګه په سړکونو او ځینو شاپنگ مالونو کې په لاریونونو او راټولیدو سره د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د ماشوم وژونکی رژیم د نسل وژنې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
د دغه رپوټ له مخې د اسټراليا په ملبورن ښار کښې د غزې د بې دفاع خلکو د دفاع په لړ کښې د فلسطين بيرغ اوچت کړ.