IQNA

16:51 - December 27, 2023
د خبر لمبر: 3488484

افغانستان کښې له هرو دریو څخه یو کس په نس وږی دی

ایکنا-  خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت خبر ورکړی او ویلي چې له هرو درو کسانو یو تن په وږي نس ویدیږي.

افغانستان کښې له هرو دریو څخه یو کس په نس وږی دی

 ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د خوړو نړیوال پروګرام(ډبليو‌ اف‌ پي) په خپله ايکس‌پاڼې د يوې ويډيو په خپرولو سره لیکلي چې هڅه کوي په ټول افغانستان کې اړمنو خلکو ته خوراکي توکي ورسوي، خو د واورې ورېدو له امله په لرې پرتو سیمو کې لارې بندې دي.

دغه سازمان همد اراز ټینګار کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې به د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۱۰ میلیونو اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې کمې کړي.

نړیوال سازمانونه بیا- بیا د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بولي، خو د دغه وضعیت په اړه د طالب چارواکو څرګندونې ضدو نقیضې دي.

یو شمېر طالب چارواکي په دې اړه خپریدونکي ارقام بې ځایه تبلیغات بولي او ادعا لري چې د دوی له واکمنیدو سره وضعیت ښه شوی، خو یو شمېر یې بیا له نړیوالو د مرستو غوښتنه لری او وایي بېوزلۍ د افغانانو ژوند ځپلی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني روانه اوونۍ خبرداری ورکړ چې که د دوی پر رژیم د نړیوالو بندیزونه دوام ولري، په افغانستان کې به انساني غمیزې ته زمینه برابره کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143860

captcha