ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ووئيل،دا ډله غواړي له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کښې داسې ښې او پیاوړې اړیکې ولري، چې په کې هیچا ته د زیان رسولو امکان نه وي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه ډله غواړي له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کښې داشې ښې او پیاوړې اړیکې ولري چې چا ته په کښې د زیان رسولو امکان نه وي. هغه وویل چې هیوادونه او لوري باید د اړیکو د خوندي کولو لپاره د اسلامي اصولو سره سم خپل "مکلفیتونه" پوره کړي.
مجاهد دغه څرګندونې پرون (چهارشنبه، د جدي په ۶مه) د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ له خوا پر افغانستان د یرغل د شپږمې کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې وکړې.
د طالبانو ویاند ویلي چې افغانستان د هیڅ هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې زمونږ حقونه تر پښو لاندې کړي او په کورنیو چارو کې مو لاسوهنه وکړي.
هغه زیاته کړه: "افغانان د یو مسلمان ملت په توګه له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ښو او پیاوړو اړیکو غوښتونکي دي.