IQNA

افغانستان د خبریالانو لپاره هیڅ ډول خطره نه لری

6:58 - January 03, 2024
د خبر لمبر: 3488515
ایکنا -د افغانستان د طالبانو د حکومت و یندوي ذبیح ا... مجاهد  په یوې خبرتیا کې ووئیل  اوس  افغانستان  دخبریالانو لپاره هیڅ ګواښ نه دی لکه څنګه چې تیر کال په افغانستان کې هیڅ یو ه خبریال ته کوم تاوان نه دی رسیدلی.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت و یندوي ذبیح ا... مجاهد  په یوې خبرتیا کې ووئیل  اوس  افغانستان  دخبریالانو لپاره هیڅ ګواښ نه دی لکه څنګه چې تیر کال په افغانستان کې هیڅ یو ه خبریال ته کوم تاوان نه دی رسیدلی.

د بې پولې رپورټرانو  په وروستي راپور کې  ویتنام ،روسیه او افغانستان د  خبریالانو لپاره  ترټولو خطرناک هیوادونه معرفي شوي دي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ددغه راپور  په غبرګون کې روښانه کړې ده ، له بده مرغه هغه اورګانونه چې په لویدیځ کې  دخبریالانو  دمدافعینو  او په نورو نامو سره پیژندل شوي دي ،د هیوادونو په ضد دپروپیګنډو لپاره خپل پروګرام لري  او  هماغه د خپلې خوښې مسئلې سپړي  او د هیوادونو په ضد ئې کروي .په افغانستان کې   خبریالانو ته هیڅ ګواښ متوجه نه دی ،ځکه په تیر کال کې  په افغانستان کې خبریالانو ته هیڅ ډو ل  تاوان نه دی رسیدلی. البته  ځينی قانوني  اقدامات  شوي چې  هغه  هم محدود  وو او هم حل شوي دي او   اکثریّت ئې  له رسندوئي  کار سره اړونده نه وو ،بلکې  حقوقي یا جنائي بڼې ئې د رلودلي دي .

ذبیح ا... مجاهد   ووئيل، له بده مرغه  همدغه  اورګانونه  داسرائيلو په برخې کې بیا چپه خوله دي  چې په تیرو کابو دوو میاشتو کې پکې  له شلو تر دیرش  خبریالان وژل شوي ، بلکې نیغ په نیغه  په شیشت کې راوستل شوي دي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/10/12/3015980

captcha