IQNA

له فلسطین څخه ملاتړ د افغانستان او ایران ګډ هدف دی

17:26 - January 10, 2024
د خبر لمبر: 3488553
ایکنا- د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست سره په کتنه کې، له فلسطین څخه ملاتړ د دواړو هېوادونو ګډ هدف وباله.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ؛ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت تېره شپه، د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره، د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په دغه هېواد کې د ایران د سفارت د سرپرست حسن کاظمي قمي د لیدنې خبر ورکړ.

په دغه لیدنه کې متقي په کابل کې، د افغانستان په چارو کې د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو د ګډې غونډې د کوربتوب لپاره، د سیمه ایزو تماسونو د ډلې د جوړولو په تړاو د ایران د اسلامي جمهوریت د اقدام هرکلی وکړ او وویل: له فلسطین څخه ملاتړ د دواړو د ایران او افغانستان مسلمانو ملتونو ګډ هدف ګڼل کېږي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ایران په کرمان ولایت کې د ترهګرې چاودنې د غندلو ترڅنګ، دغه شان وحشیانه او فتنه اچونې کړنې د دواړو هېوادونو ګډ درد وباله.

د داعش ترهګرې ډلې د جنورۍ درېیمه په کرمان کې د ډګرجنرال حاج "قاسم سلیماني" د شهادت د څلورم تلین د مراسمو په ترڅ کې ، دوې ترهګریزې چاودنې وکړې چې له امله یې ۹۴ تنه په شهادت ورسېدل.

په دغه کتنه کې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم، د افغانستان له خلکو سره د هراړخیزو همکاریو د پراختیا او مرستې لپاره، د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.

د افغان طالبانو د حکومت لوړپوړو چارواکو په ځلونو ټینګار کړی چې دغه حکومت د ایران له اسلامي جمهوریت سره زیات مشترکات لري او د تهران په ملاتړ سره کولای شي، له سیمې څخه د بهرنیانو لاسونه لنډ کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144556

captcha