ایکنا نیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړد افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کتنه کې وړانديز کړی چې د سیمه ایزو اړیکو ګروپ رامنځته کولو په موخه، د افغانستان لپاره د سیمې هېوادونو د خاصو استازو ګډه غونډه دې په کابل کې جوړه شي.
د سياسي چارو کارپوه محمد ياسين حبيب وايي د ايران لخوا دا يو ښه وړانديز دی او سرپرست حکومت بايد د سيمې او ګاونډيو هيوادونو سره ښې او رغنده اړيکې ټينګې کړي.
د سياسي چارو بل کارپوه عزیز معارج هم د ايران د دې نوښت ستاينه کوي او وايي چې د سيمې هېوادونه کولی شي د افغانستان د ستونزې په حل کې اغيزمن رول ولوبوي.
دغه راز ښاغلي قمي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د افغانستان اوسني مثبت وضعیت ته په کتو د ملګري ملتونو لخوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه نامناسبه ګڼلې او په دې اړه یې د افغان حکومت دریځ پر ځای بللی.
په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا او ټينګښت ټينګار کړی او له کابل سره د تهران د همکاریو د دوام غوښتنه کړې ده.
حامد کرزي په افغانستان کې د دایمي سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره ملي تفاهم مهم ګڼلی دی.
پخواني ولسمشر د کرمان په ښار کې د تروریستي پیښې د غندلو په ترڅ کې د ایران د اسلامي_جمهوریت_دولت او خلکو سره خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړې ده.