IQNA

له لوږې د فلسطینیانو د نجات لباره دې نړۍ فوري لاس په کار شي

15:53 - January 25, 2024
د خبر لمبر: 3488622
ایکنا- د مسلمانو عالمانو نړیوالې اتحادئې د اسلامی او عربی نړۍ پر رهبرانواو د نړۍ پر درستو پتمنو خلکو غږ  کړی څو له لوږې د کابو یونیم میلیون فلسطینیانو د ژغورنې لباره  فوری اقدام وکړي.
له لوږې د فلسطینیانو د نجات لباره دې نړۍ فوري لاس په کار شي

ایکنا نیوز د عربی ۲۱ چینل له قوله راپور راکړ،د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې د اسلامی او عربي نړۍ له رهبرانو او دغه راز د نړۍ له درستو پتمنو خلکو وغوښتل څو له لوږې څخه د  کابو یونیم میلیون فلسطینیانو چې زیاتره ئې ماشومان او ښځې دي ، د ژغورلو لپاره  لاس په کار شي له دې مخکې چې یوه جدي انساني غمیزه رامینځة شي.

دغې اتحادئې پخپلې یوې وروستۍ او بیړنۍ اعلامیې کې ټينګار کړی دی چې دغه کار له دې مخکې چې  د انسان دوستۍ یو اقدام او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وي ، یوه دیني او شرعي دنده حسابیږي.

د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټونلې مشرت علی محی الدین القره داغي  په دغې اعلامیې کې  همداراز  د غزې د حکومتی رسندوئي دفتر او د آنروا د خبرداریو په غبرګون کې  چې وئيلی ئې دي ،  دغزې په مرکز او شمال کې  کابو یونیم میلیون فلسطینیان له سختې لوږې او تندې سره مخ دي ، او د دوی ټوله زیرمې ختمې شوي دي.

قره داغي  په دې باب په دغې اعلامیې کې ،ئيلي دي ،لازمه ده چې درست اسلامی امت او دهغو رهبران د دغو خلکو د نجات لپاره  حرکت وکړي. په دې زمینې کې ډير حدیثونه موجود دي . که اسلامی امت دغه کار  ونه  کړي، نو سخته ګناه ئې کړې ده . دا یوه شرعي اودیني دنده  ده او پر درستو مسلمانانو او دهغوي پر رهبرانو فرض او واجبه ده او باید  له هغو ټولو  آوزارونو چې لري ئې ، د فلسطین مظلومو خلکو ته درسولو  لپاره  ورڅخه استفاده وکړي، حتی که دغه کار له دښمن سره دجنګ سبب هم کیږي.

قره باغي په دې خبرې په ټينګار سره چې په دغه ډول وحشي  شکنجې سرهد فسطینیانو د شکنجه کیدا ددوام په وړاندې دعربانو ،مسلمانانو او حتی د نړۍ مرموزي چپتیا،په هیڅ یوه دین او قانون کې د منلو وړ نه ده، ووئيل، که فلسطینان غیر مسلمان وائ ،نو آیا بیا هم نړۍ دهغه څه په نسبت چې د  هغوي په ضد ترسره کیږيو چپتیا کوله.؟

په غزې کې دحکومت رسندوئي دفتر ددوشنبې په ورځې  په مطبوعاتي اعلامیې کې  وئيلي دي ،دغزې په شمالی سیمو کې له دې مخکې چې د دوي نسل کشي پیل شي ، یو شمیر کنسروړه او ورژې  باقي پاتې وې ، چې اوس ختم شوي دي او دا د یوې واقعي قخطۍ  دپیلیدا  تائيد دی چې  کابو څلور لکه فلسطیني ښاریز ورسره لاس او ګریوان دي.

https://iqna.ir/fa/news/4195600

 

captcha