IQNA

د اربعین د نړیوالې جایزې د نهم پړاؤ ګټونکي معرفی شول

7:44 - January 29, 2024
د خبر لمبر: 3488639
ایکنا- د فوټوګرافۍ ، فیلم،مجازي فعالانو ،شعرونو ،کتاب ،خاطرې او مقالې او د سفرنامې دلیکنې په شپږو څانګو کې  د اربعین دنړیوالې جایزې نهم پړاؤ ګټونکي معرفی شول.

ایکنانیوز راپور راکړ،  د اربعین د نړیوالې  جایزې د نهم پړاؤ پایزې دستورې د شنبې په ورځې د حضرت زینب الکبری (س) د رحلت  له ورځې سره  په یووخت ،د ایرا د کلتور او اسلامی ارتباطاتو  دادارې په حسینه الزهرا(س) کې ترسره شوې.

دغه دستورې  د عسک، فیلم، د مجازي فضا یا اینټرنیټي چینلونو د فعالانو ،شعرونو ،کتاب،خاطرې ،مقالې او د سفرنامې دلیکنې په شپږو څانګو کې د ګټونکو په معرفي کولو سره پاي ته ورسیدې.

د اربعین د نړیوالې جایزې د عکس په برخې کې ګټونکي ، د ایران   حسین حاجیلری لومړۍ رتبه ،د عراق  ارهز حمید الاسدي او د ایران مجید حجتي دوهم لمبر او د پاکستان طاهرعلی  ههم دریمه رتبه وګټله . همداراز په دغې څانګې کې د افغانستان  مصطفی رجائي  او د ازبکستان سید عزیز  هم وستایل شول.

د فیلم په برخې کې  هم  دایران محمد حسن انوشه لومړی لمبر ، د عراق الکفیل ټيلویژنی چینل او دعراق حسین صاحب  په ګډه  دوهم لمبر او د زیمبابوې  شیخ عبدالله مکوئيني جا  او دایران علی شهاب نژاد هم په ګډه  دریم لمبر شول.  او د  عراق  سجاد عبدالله او  مهدي حافظ هم وستایل شول.

د اربعین د نهمې نړیوالې جایزې  د سفرنامې په برخې کې ، د ایران مهدیه مظفری ،دایران   محمد تقي مهرابی  او د هندوستان  محمد علی ابوطالبی  هم په ګډه دوهم لمبر شول  او دریمه رتبه هم د سری لنکا  کالو پانا پیاراتاناترو  وګټله  او د ترکیې  بتول آکتول هم وستایل شوه .

 د سوشل میډیا  دفعالانو په برخې کې هم د اربعین د نهمې نړیوالې جایزې  لومړۍ جایزه، د بوسني  ادین بشاویچ، دوهمه  جایزه د ایران نرجس دریایی او دریمه جایزه هم  دایران محمد رضا پیشګاهي  وګټله او د تهران دشهردارۍ عبدالمطهر محمد خواني  او دتهران  دوالی  ددفتر محمد صائبی هم  وستایل شول .

د  اربعین د دغو نړیوالو سیالیو  د کتاب په برخې کې هم ،لومړی جایزې لپاره څوک ونه پيژندل شو ،دوهمه جایزه هم د ایران عباسعلی پرچی زاده ، دریمه جایزه د ایران غلام رضا آباذري   او همداراز د ایران  مجید پور ولیکشتری او د ایران  مجبتی رحمانددوست هم وستایل شول.

د اربعین د نهمې نړیوالې جایزې د شعرونو په برخې کې هم لومړۍ مقام  د عمان  مصطفی محسن اللواتی ، دوهم مقام د ایران مهدی جهاندار ،دریم مقام د ایران زهرا بشری موحد  وګاټه او دغه راز د سورئې د لاذقیه   سامر الخطیب او دایران محمد مهدی خان محمدي هم وستایل شول.

https://iqna.ir/fa/news/4196240د

captcha