IQNA

د نړۍ د۴۵ هیوادونوپه کابو سلو ښارونو کې د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړکې بیا چغې پورته شوې

16:40 - February 18, 2024
د خبر لمبر: 3488741
ایکنا- د نړۍ په ۴۵هیوادونو کې په لکونو خلکو په مظاهرو سره په غزې کې د وحشي صهیونیسټانو د نسل وژنې ددریدا غوښتته وکړه

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د نړۍ په مختلفو سیمو کې په میلیونونو خلکو پرون د فلسطین له مظلومو خلکو سره د نړیوال پیوستون د اعلان په دوهمه ورځ  ستر لاریونونه وکړل او په غزې تړانګې کې ئې د فلسطینیانو د عامې وژلې  په کلکه محکومې کړې.

 مظاهره چیانو په دې په ټینګار سره چې  د فلسطین  دملت مقاومت  ورځ تر بلې لاپیاوړی کیږي،او هیڅکله به  هم نابود نشي ، ټینګار کړی دی ،تر هغه وخته چې د میّندو،پلارانو، بچیانو او  او دنوزیږو بشمول د فلسطینیانو قتل عام  کیږي، مقاومت به په قدرت سره باقي پاتې وي.

د فرانسې جرمني ،هالینډ،ؤسویس ، امریکا، انګلستان پشمول  د لسګنو اروپائی هیوادونو پشمول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې او ۴۵ هیوادونو  په سلګونو ښارونو او ښارګیو کې  په میلیونونو خلکو د فلسطین له مظلومو خلکو سره د پیوستون په اعلانولو سره  له وحشي صهیونیسټي رژیمه  خپله  کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړ.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i146390

captcha