IQNA

د استکباري جبهې په مقابل کې ددریدا لپاره د ایران دیني او انسانی منطق

15:51 - March 07, 2024
د خبر لمبر: 3488843
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود،دنړیوال استکبار په مقابل کې کلکه دریدا، د ایران د اسلامی جمهوریت دیني،عقلي او انساني منطق وبالۀ

ایکنا نیوز = حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  نن د رهبرۍ دخبرګانو شورا له مشر او غړو سره په کتنې کې  له سرزورو سره د ایران د اسلامی جمهوریت   دمقابلې او کلکې دریدا د منطق په بیانولو کې  وفرمائيل؛ د اسلامی جمهوری انقلاب له بریالیتوب تر مخکې پورې ،  په دنیا کې  موجوده یوازینۍ جبهه، د لویدیځوالو د لیبرل ډيموکراسۍ له کړن لارې سره  اړونده ډيموکراسي وه،خو د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره،د اسلامی ولسواکۍپه اساس نوي جبهه جوړه شوه چې طبیعتا د لویدیځي ډيموکراسۍد جبهې په  مقابل کې  ودریده.

د اسلامی انقلاب ستر لارښودپه ایران کې د  اسلامی ولسواکۍبیلګه کیدا د لویدیځي ډيموکراسۍ د جبهې د ګټو له خطرې سره دمخامخیدا او له اسلامی نظام سره د هغې جبهې ددوامدارو مخالفتونو او پرپيګنډو لامل  وبلله او وې فرمائيل؛د هغوي د خطرې احساس او د مخالفت  علت داؤ چې د لویدیځي ډیموکراسۍ په نظام کې تکبر او د ولسونو حقونه تر پښو لاندې کیږی او د واک د ترلاسه کولو لپاره جنګونه او نامحدوده وینه تویول دي، لکه څنګه چې  په اسیائي، افریقائي او د لاتینې امریکاپه هیوادونو کې  په ۱۹ پېړۍ کې، چې د ډیموکراسۍ، ازادۍ او بشري حقونو په ډګر کې د دوي تش شعارونه او  ادعاګانې په اوج کې دي.

حضرت  آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ، د اسلامی ولسواکۍ د جبهې ترټولو مهمه مسئله او کړچار ، د  د هغو د اسلامی ماهیّت په دلیل ، له ظلمونو او کړاؤنو  سره مقابله  وبلله او ددې پوښتنې په مقابل کې چې  ولې  اسلامی جمهوری نظام  له استبکاری جبهې سره  مقابله کوي، ووئيل، دایران اسلامی جمهوریت   له حکومتونو ،ملتونو  او هیوادونو سره چټي په چټي  ډغره  نه وهي ،بلکې د  هغه ظلم او تیریو مخالف دی چې د لویدیځي ډیموکراسۍ د جبهې په باطن کې موجود دي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د غزې تړانګې بوږنونکې او غمجنونکې پيښې،د یوه ټاټوبی په خاوندانو باندې د استکباری جبهې  دتیریو او ظلمونو  او د هغه  ټاتوبي  د ښځو اوماشومانو  د بې رحمه او وحشي ډوله عامې وژلې  او د دخلکو د شتمنیو او سرچینو نابودول  یوه ښکاره بیلګه  او مثال  وبالۀ او وې وئيل،په حقیقت کې  د ایران د اسلامی جمهوریت  مخالفت  له  دغه شان ظلمونو او جنایتونو سره دی چې  سره له دې چې  د هر عقل ،عرف او شرعې او انساني وجدان  په نزد محکوم دي ،خو  امریکا، انګلستان او ځيني اروپائي  هیوادونه ئې ملاتړ کوي. دوي ټينګار وکړ، دا موضو ع باید روښانه اومعلومه  شي، چې استکباری جبهې  د لیبرالیزم، دانساني حقوقو او ډيموکراسۍ په نامې سره  پر دغو ظلمونو ،جنایتونو ، عامو وژلو او  تیریو برغولی کیښودلی دی.

حضرت آیت   آیت الله  العظمی سید علی خامنه اي  په دې خبرې په ټینګار سره چې  اسلامی حمهوریت  باید تل  له استکبار سره په مقابلې کې بیرغوال، مخکښ وي ووئيل، له استکبار سره د مبارزې بیرغ باید هرورځ  لا لوړ او پراخ شي او  په هیڅ یوه پړاؤ کې  اجازت  ورنه کړل شي،دغه بیرغ  له اسلامی جمهوری  نظامه واخستل شي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  همداراز د  نوو نسلونو  لپاره له مستکبرانو سره  په مقابلې او مقاومت کې د ایران د اسلامی جمهوریت  دمنطق بیانول  یوه مهمه دنده وبلله او وې فرمائيل؛ له نیکه مرغه  داسلامی جمهوری نظام  په تیرو څه دپاسه څلورو لسیزو کې له استکبار سره د مبارزې جبهه ،دریځ او څيره  د نړیوالو نندارې ته وړاندې شوې ده .     

https://iqna.ir/fa/news/4203989  

captcha