IQNA

 په هالینډ کې د مک ډونالډ د څانګو په وړاندې د فلسطین دملاتړو مظاهرې(انځورونه)

7:23 - April 30, 2024
د خبر لمبر: 3489133
ایکنا- د هالینډ په سلګونو ښاریزو د وحشي صهیونیسټي رژيم دمالی ملاتړي مک ډونالډ دڅانګو په وړاندې په غزې د اسرائيلی وحشي رژیم  د حملو په محکومیّت کې مظاهرې او غونډې وکړې.

ایکنانیوز د آناتولی له قوله راپور راکړ،په هالینډ کې د فلسطین دملاتړو ډلو وګړو د هالینډ  په مختلفو ښارونو کې د مک ډونالډ کړه ایزو ریستورانونو په وړاندې  په غزې د اسرائیلي وحشی رژيم په بوږنونکو حملو باندې په اعتراض  کې  په یووخت  مظاهرې او غونډې وکړې.

 مظاهره چیانو  ددغو ریستورانونو په وړاندې د فلسطین بیرغونه او دغزې د مظلومو  او بې څوکه خلکو دبد وضعیّت  انځورونه نصب کړل او  د ؛مک ډونالډ نسل وژنه  تغذیه کوي؛،آیا په نسل وژنې سره چې ئې کوئ ، سره شوي آلو یا چیپس  نور غواړئ او وشرمیږئ  او جنایتکارو ملاتړه لاس واخلئ ،؛ په شان په شعارونو سره پلې کارډونه هم ولګول او دغه راز په غزې د اسرائيلو د حملو او بوږنونکو  حالاتو په باب په خلکو کې بروشرې هم وویشل شوې .

مظاهره چیانو  همداراز مک ډونالډ  دتل ابیب ملاتړ کوي او  اسرائيل په غزې بمبارۍ کوي، فلسطین آزاد کړئ ،په جنایتونو کې ورسره مه شریک کیږئ، په غزې  کې نسل وژنه بند کړئ .نتنیاهو ترهه ګر دی  او مک ډونالډ ئې ملاتړی دی په څير شعارونه ورکړل.

https://iqna.ir/fa/news/4213024

captcha