IQNA

د افغانستان د اهل تشیّع پر ټولو غوښتنو جدي غور کوو

6:55 - June 08, 2024
د خبر لمبر: 3489341
ایکنا - د افغانستان د طالبانو د ریس ولوزار مرستیال  په کابل کې د اهل تشیّع  له عالمانو او سپين روبو سره په کتنې کې  ووئیل، د اهل تشیّع  ټولنې پر غوښتو به جدي غور وکړي.

ایکنانیوز د تسنیم  له قوله  راپور راکړی، د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرار مرستیال  مولوی عبدالسلام حنفي  ووئيل،  افغانستان د ټولو قومونو او د خلکو د مختلفو پرګنو ګډ کور دی .

 هغه په دوام کې ووئيل، د دو ي په اند اسلامی امارت د یوه مسئول حکومت په توګه د افغانستان د ملت په خدمت کې دی.

مولوی حنفي ووئیل،د افغانستان آبادي او ترقي  ددغه هیواد د ټولو ښاریزو په بې ځنډه  هڅې او زیار  او ملګرتیا سره شونې ده ، پر دې اساس  باید ټول د اوسنی نظام او مځکنۍ بشپړتیا په دفاع کې  په یووالي سره  عمل وکړو او د پرمختګ او پراختیا په ډګر کې  ونډه ولرو.

د افغانستان ارګ په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، په دغې کتنې کې  د افغانستان د اهل تشیّع  سپين ګیرو مشرانو او عالمانو  په افغانستان کې  د امنیت په تامینیدا د خوښئ په ښودلو سره  ټينګار کړی په افغانستان کې  داوسني نظام د لازیاتې پیاوړتیا لپاره  هڅه کوي.

په دغې کتنې کې ګډون کونکو د افغانستان د طالبانو له حکومته وغوښتل څو د شیعه میشتو سیمو او ولایتونو  ته دې د ښونځیو ،روغتیائي او درملیزو مرکزون واو همداراز د  د  مواصلاتي لارو د جوړولو او رغولو په زمینې کې هم توجه و کړي.

 https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/03/18/3099363

captcha