IQNA

د افغانستان دطالبانو مشر هیوادونه د اسرائيلو له جنایتونو او ظلمونو سره مقابلې ته وبلل

15:20 - June 15, 2024
د خبر لمبر: 3489383
ایکنا - د افغانستان د طالبانو مشر د خپل نیکمرغه اختر په پیغام کې وئيلي دي،د نړۍ هیوادوونه دې د صهیوینسټ رژیم د جنايتونو او وحشي ډوله ظلمونو د مخنيوي په موخه خپلې دندې ترسره کړي

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکوي ،د افغانستان د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت پخپل پيغام کې په غزې او د فلسطين په ځينو نورو سيمو د اسرائیلي صهونیستانو بریدونه او ظلمونه په سختو ټکو غندلي دي.

له کابله زمونږ خبریال راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو رهبر ملا هیبت  ا... اخوند زاده پخپل  پيغام کې ويلي دي ، د وحشي صهیونیسټي رژیم  ددغو  بې رحمه بريدونو ډیری قربانیان مېرمنې ماشومان او بېګناه وګړي دي.

د  ملاصیب په پيغام کې له هیوادونو غوښتل شوي چې د دې سترجنايت او وحشي ظلمونو د مخنيوي په موخه په سمه توګه  خپلې دندې ترسره کړي.

داپه داسې حال کې دي چې د  افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي  هم د نیکمرغه اختر په مناسبت پخپل پیغام کې وئیلي دي،   د افغانستان  سرپرست حکومت د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي ملکونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی.

نوموړي په دې اړه ویلی، د  افغانستان حکومت له ټولې نړۍ او په تیره بیا  له اسلامي هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسوولیت ترسره کړی دی.

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، که سرپرست حکومت د نجونو د تعلیم په ګډون د نړیوالې ټولنې وړاندیزونو او مشورو ته پام وکړي، نو له نړۍ سره يې په اړیکو کې بهبود راتللی شي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news

captcha