IQNA

ټوله دنیا په اربعّین کې او اربعّین په درستې نړۍ کې

15:42 - June 24, 2024
د خبر لمبر: 3489427
ایکنا – د حسینی اربعیّن د مرکزي کمیټې د کلتوری  او تعلیمي څانګې مشر د؛کربلا د الاقصی له لارې ؛د شعار ټاکلو ته په اشارې سره د ۱۴۰۳لمریز کال د اربعین د دستورو لپاره؛ درسته نړۍ په اربعیّن کې او اربعیّن په درستې  نړۍ کې؛عنوان  د روان کال د فعالیتونو سټراټژي اعلان کړه.

د اربعین د مرکزی کمیټې د کلتوري او زده کړې د څانګې مشر حجةالاسلام حمید احمدي ایکنانیوز سره په خبرو کې،د ؛کربلا د الاقصی لارې؛په عنوان سره د حسینی اربعیّن  د پلی لاریون  د روان کال د شعار د ټاکلو  د دلیلونو په بیانولو سره  ووئيل،د اربعیّن شعار   اقدامات  اود پروګرامونو  زیاتیدا په یوۀ لوي پلان کې وړاندې کوي  او په همدې خاطر  د اربعیّن د مرکزي کمیټې او کلتوري   د جوړیدا له پیله  د شعار په ټاکلو توجه  شوې ده .

هغه په دوام کې ووئيل، هرکال  هغو شرائطو  او غوښتو ته په پام سره چې  موجود وي ، د داخلی او بهرنیو  نظر خاوندانو او  فعالانو په مشورو سره  د اربعیّن شعار ټاکل کیږی چې سږکال  هم  همداسې شوي دي. البته سږکال  د اربعیّن د دستورو  شعار  لازر انتخاب شوی څو  هغه کسان چې  غواړي، په دې زمینې کې  کلتوری  محصولات او پروګرامونه  برابر کړي، نو خپل فعالیتونه لازر پیلولی شي.

د اربعین دمرکزي کیمې د کلتوری او زده کړې د څانګې مشر په دوام کې ووئيل، په همدې دلیل دسیمې او نړۍ  شرائطو ته  په پام سره  خبرې اترې شوي دي، د اربعیّن عراقي مسئولانو ټینګار درلود او وړاندیز ئې وکړ چې دغزې او فلسطین مسئله د اربعیّن  دشعار چورلیز وګرځوو. مونږ هم دې ته په پام سره چې  طوفان الاقصی  ناڅاپي عملیات ترسره شوي دي، او  الاقصی جومات په قرآن کریم کې هم ذکر شوی دی او  دمسلمانانو لپاره یو مقدس او مهم مرکز دی او کربلا  د بسیح، پیوستون او دقدس د نجات  لپاره  د ارزښتونو زیږنده ده،د وحشي صهیونیسټانو  له تیریو او شتون څخه د قدس د آزادۍ او د نجات د سمبول او شعار په توګه د ؛کربلا طریق الاقصی ؛ شعار  وټاکل شو څو وبریښوو چې د حضرت سید الشهدا علیه السلام  د مقصد او لاره او د عاشورا غورځنګ  کربلا؛ د فلسطین د ژغورنې  او د آزادۍ لپاره یوه سټراټژي او لاره کیدلی شي.  د اربعین د کلتوري کمیټې  پروګرامونه او اقدامات هم  ددغه شعار به چورلیتوب سره  سره غږمله کیږی.

حجةالاسلام احمدي د اربعّین د پوهنتوالو دملی کمیټې په باب  د فعالیدا  خبر ورکړی او وې وئيل،  یوې  وقفې وروسته چې رامینځةشوې ، دغه  کمیټه بیا په ښه ځواک سره فعاله شوې او د مونږ یو پروګرام او هدف دا دی چې  محصیلین  له ځاي او ملی سطحې ورآخوا  لاړ شي او د اربعّین موضوع ته د نړۍ په سویه وګوري.

 https://iqna.ir/fa/news/4222293

 

captcha