IQNA

د افغانستان حکومت په محرم میاشت کې د عزادارۍ دستورو د امنیت تامینولوته ژمن دی

14:52 - June 28, 2024
د خبر لمبر: 3489450
ایکنا -د افغانستان د هرات ولایت د اسلامی ارشاد او فرهنګ د ادارې مشر ددې خبرې په کولو سره چې د عاشورا پیغام د وحدت پیغام دی.ټینګار وکړ،دینی عالمان باید د عاشورا په ورځې د پیغمبر اکرم د آل رشادتونه او د وحدت پیغام خلکو ته بیان کړي.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د  افغانستان د هرات ولایت د امر باالمعروف او نهی از منکر  د ادارې مشر  ټينګار کړی چې د افغانستان سرپرست حکومت د محرم میاشتې د عزادارۍ د دستورو د امنیت په تامینولو سره ژمنتیا وښودله.

 د افغانستان د هرات ولایت د اوقافو،حج،ارشاد ادارې په دغه ولایت کې د حسینی عاشورا د دستورو دترسره کیدا  لپاره د غږملتیا په خاطر د یوې غونډې د ترسره کیدا  خبر ورکړی دی.

 د افغانستان دهرات ولایت د اوقافو،حج،ارشاد ادارې مشر شیخ عزیزالرحمن المهاجر په دغې ناستې کې ووئيل حکومت هڅه کوي څو د عاشورا په شپو ورځو کې  له اندیښنو پرته د تیر کال په شان د امن په قضا کې ترسره شي.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې د عاشورا پیغام د وحدت پیغام دی.ټینګار وکړ،دینی عالمان باید د عاشورا په ورځې د پیغمبر اکرم د آل  رشادتونه او د وحدت پیغام خلکو ته بیان کړي.

 د افغانستان د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د ادارې مشر مولوی احمد ا... متقي هم ووئيل، امنیت ترټولو مهمه موضوع ده او سرپرست حکومت د عاشورا د شپو ورځو دامنیت تامینولو ته ژمن دی. هغه دغه راز  زیاته کړې ده ، په مذهبی شپو ورځو په تیره بیا  دعاشورا په ورځ  دامنیت تامینول د حکومت یو جدی مسئولیّت دی څو  خلک په ښه  انداز سره دغه سپيڅلي ورځ ولمانځي

د افغانستان د هرات ولایت د اهل تشیّع  عالمانو هم په دغې ناستې کې  هیله ښودلې چې  سږکال هم  د و حدت په اساس او په امنیت سره د حسنی عاشورا دعزادارۍ  دستورې په ښه انداز سره ترسره شي.

https://www.irna.ir/news/85522711

captcha