IQNA

په افغانستان کې د محرم د شپو ورځو تیاریانې په اوج کې دي

6:34 - July 09, 2024
د خبر لمبر: 3489507
ایکنا – د افغانستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا په کابل کې د هر کال  په څیر د محرم الحرام د میاشتې په رارسیدا سره   حسینی عزادار د ویر او ماتم د تیاریانو لپاره   لاس په کار کیږي او چمتووالی نیسي.

ایکنا نیوز د آوا له قوله راپور راکړ، د افغانستان د مختلفو ولایتونو خلک په تیره بیا د کابل اوسیدونکي د محرم د میاشتې په رارسیدا سره  دسید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه بزرګوار د وفادارو ملګور په یاد کې د عزادارۍ د دستورو لپاره ځانونه تیاروي او دغه راز بازارونه اوکوڅې په  دې  مناسبت په تورو ټوکرو سره او دغه راز د اهل بیت علیهم السلام  له ویرجنې کورنۍ سره د خواخوږئ د  اعلانولو په خاطر په حسینی بیرغونو سنبالوي .

د افغانستان د کابل پشمول په مختلفو و لایتونو  او ولسوالیو کې  سږکال هم په پرتم سره د  حسینی عاشورا او تاسوعا د دستورو  دترسره کولو لپاره خلک هوډ لري او هیله کوي چې سږکال هم دتیر کال په څير دغه ټوله دستورې په امنیت او ثبات سره ترسره شي او د افغانستان ولس د  حضرت امام حسین علیه السلام  له الهي پیغام یعني وحدت او یووالي څخه په استفادې سره د اسلام او اسلامی امت د یووالی او دافغان ولس د سولې اوثبات لپاره  لاس په کار شي او دترهه ګرۍ او ترهه ګرو دفعالیتونو په وحدت او یووالي سره مخه ونیول شي.

ایکنانیوز په دې اړه یعني د محرم د میاشتې دتیاریانو په باب دکابل د خلکو ولولې اوپرتم په باب یو ویډیو ئي کلیپ برابر کړی  چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

https://www.avapress.com/ps/video/293205

captcha