ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو او د بشري حقونو او د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو په اړه پر څرګندونو په نيوکې سره ویلي چې، که هېوادونه په دې اړه اندېښنه لري، بايد د حل لپاره يې له ډيپلوماتيکو لارو څخه کار واخلي.
امیرخان متقي پرون په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي څانګو د ارزونې په غونډه کې خبرې کړي او د دوی د اندېښنو د حل په خاطر یې په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
متقي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه ادعاوې بې بنسټه بللې او ټینګار یې کړی چې لوېدیځ هېوادونه باید د دغو څرګندونو پر ځای له سرپرست حکومت سره د تعامل لاره غوره کړي. نوموړي همدارنګه ادعا کړې، چې ځينې کړۍ هڅه کوي، چې په تېرو درېيو کلونو کې د سرپرست حکومت لاسته راوړنې لکه امنيت او له نشه يي توکو سره مبارزه، کمزورې وښيي.