ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور را کړ، د پاکستان په شمال لویدیځ کې په کورمې ضلعې کې وسلوالې نښتې په شپږمه ورځ هم روانې دي او د وروستیو اطلاعاتو په اساس پکې ۳۵کسان وژل شوي او څه دپاسه ۱۶۰نور ټپيان شوي دي . د پاکستان اهل تشیّع وائي ،تکفیري عناصر له ترهه ګرو سره په ملګرتیا سره ددغو غمیزو عاملان دي.
د کورمې ضلعې پاراچنار، د پاکستان په شمال لویدیځ کې واقع او د افغانستان له پولې سره نزدې سیمه ده او نن سبا یو ځل بیا د اهل بیت علیهم السلام دپيروکارو او شیعیانو ټولنې په ضد د تاؤتریخوالي له یوې نوي څپې شاهده سیمه ده.
پارس ټوډې راپور ورکړی دی؛ په وروستیو شپو ورځو کې دتکفیری ترهه ګرو او تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وګړو په ګډه وروستۍ سختې حملې او ورانکارۍ لامل شوي په دغې سیمې کې امنیت وضعیّت تر ډیره حده بحراني شي.
د پاکستان ځینو خبري سرچینو راپور ورکړی، په تیرو پنځو ورځو کې د پاکستان او افغانستان پولې ته څیرمه د کورمې ضلعې چې مرکز ئې پاراچنار دی ، له څلورو خواؤ ناڅاپي بریدونه شوي چې د وروستیو راپورونو په اساس پکې د اهل تشیّع کابو ۳۵ کسان شهیدان او کابو یو سل اویا نور ټپیان شو ي دي.
په کورمې ضلعې کې د اسلام د ګران پیغمبر د اهل بیت علیهم السلام د پیروکارو د عامې وژلې او کړاؤنو مخینه تر کلونو کلونو پخوا وخت ته ګرځي. په دغې سیمې کې په تیرو وختونو کې فرقه پالې او مذهبی نښتې وخت په وخت شوي او تر اوسه پورې دغه نښتې چې زیاتره ئې د ځينو کورنیو ترمینځ د مځکې ،ځنګلونو او اوبو په سر وي ،او بیا له کورنیو کلو او بیا هم درستې ته وغزیږي او ځیني کړئ دغه شخړې او نښتې په مذهبی او فرقه وي نښتو بدلوي چې په لسګونو بلکې په سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبلې اوړي.
د کورمې په پاراچنار شاخوا سیمو کې ترټولو اوږده جګړه په ۲۰۰۷کال کې رامینځةشوه چې په هغې کې تکفیري ترهه ګرو ډلو وهابی تفکر لرونکو او القاعدې ډلې وګړو دځينو حکومتي کړیو په مرستې سره دغه سیمه په بشپړ ډول کلابنده کړه او دغه کلابندئ تر ۲۰۱۱کال ورستیو پورې دوام درلود. البته په دې پسې بیا په لارو او سړکونو کې د شیعیانو د ګاډو او مسافرانو په ضد هم جنایتونو دوام د رلود او له ګاډو د پيژندپاڼو په لیدو سره شیعیانو په ضد جنایتونو دوام وکړ. د ۲۰۱۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۳کال تر جنورۍ پورې په مودې کې یوازې د ۷۷ ترهه ګرو حملو په نتیجې کې ۶۳۵شیعیان شهیدان شول او دغه راز په سلګونو نور ټپيان شول ،ان تر دې چې په لارو او سړکونو کې د شیعیانو بچي او ښځې هم په بوږنونکو ډولونو سره شهیدانې شوې او حکومتي ادارو یوازې د نندارچیانو رول ولوبوۀ،بلکې ځيني سرچینو دا هم مني چې په دغو جنایتونو کې ځیني حکومتي کړئ په بشپړ ډول له تکفیری ترهه ګرو سره په ملګرتیا او ملتیا تورنې دي.
راپورونه ښئ چې دغه جنایتونه او وحشيتوب یوازې ددې په خاطر دی چې ګواکې دغه سیمه له شیعیانو خالی شي او په دغې سیمې کې تکفیریان او ترهه ګر دیره شي ،ځکه دغه سیمه د افغانستان له کابل سره په کابو ۷۹کلومیټرۍ کې په پولې پرته ده .ددغې سیمې ډیری خلک نورو هیوادونو ته دکار روزګار په خاطر کډه په سر شول او ددغې سیمې خلک مجبوره دي څو د خپلو عایداتو یوه برخه د وسلو د اخستو او د خپلو کورنیو او ټولنې د ساتلو لپاره مصرف کړي.
د مسلمانانو په ضد دافراطي هندوانو په چلند په نیوکو کې د پاکستان د چلند ضد ونقیض کړچار له ورایه ښکاره دی.
د پاکستان د امنیتی اورګانونو او حکومت دغه لټي او سترګو پټوَل او شاید له تکفیری بهیرونو سره د دوي دځينو فسادګرو اورګانونو د ځينو برخو یوځاي کیدا په داسې حال کې ده چې دغه هیواد بیا بیا د مسلمانانو په ځورولو کې د هندوانو په چلند اعتراضونه کوي.
هغه څه چې په پاکستان کې ددغو شیعیانو پر حقوقو بیا بیا تیري کیږي، په هندوستان کې هم د مسلمانانو په ضد د هندواتوا په څير افراطي نیشنلسټ غورځنګونه هم همدغه شان فعالیتونه کوي.
دغه هندي افراطي ډلې ټپلې دجوماتونو ړنګولو او د مسلمانانو په ضد د سختو محدودیّتونو لګولو ته مخه کوي. تراوسه پورې ددغو افراطي ډلوټپلو په وسیله په هندوستان کې څه دپاسه درې زره تاریخی جوماتونه ړنګ او یا هم د هندوانو په درمسالونو بدل شوي دي .
دغه وضعیّت د مذهبی لږکیو لپاره د یوۀ داسې سیمه ایز چیلنج ښودنه کوي چې په هردواړو هیوادونو یعني په هند اوپاکستان کې په سسټماټيکو تاؤتریخوالو او سختو دباؤنو لاندې ژوند کوي.
له بده مرغه دشواهدو په اساس وئيل کیږي، چې د پاکستان او هندوستان حکومتونو وخت په وخت دغو تاؤتریخوالو او کړاؤنو ته په بې پامۍ سره پر دغو فعالیتونو سترګې پټې کړي او ورباندې بیا هم سترګې پټوي،او د مذهبی لږکیو د حقوقو خلاف ورزي کوي.
نړیوالو غبرګونونو ته اړتیا
د پاکستان د پاراچنار پشمول په ځينو سیمو کې د اهل تشیّع بحراني وضعیّت او په هند کې د مسلمانانو ډير بوږنونکي حالات ، د نړیوالې ټولنې له خوا فوري اقدام ته ضرورت لري .د ځاي او نړیوالو رسندویو مرموزي چپتیا او دغه بحرانو ته کافی پوښښ نه ورکول ، د مذهبی لږکیو مظلومیّت دوه چنده کړی دی او د دوي پر انساني حقوقو ارزونه کمه شوې دي. باید ددغو دواړو هیوادونو پر حکومتونو دباؤ واچول شي څو د خپلو لږکیو ښاریزو حقوق دې له چخڼي کولووژغوري او د دوي د ژوند او مالونو امنیت دې تامین کړي.