حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي دعراق له لومړی وزیر محمد شیاع السوډاني سره په کتنې کې د خدای بخښلي شهید ابراهیم ریئسي په پړاؤ کې د عراق او ایران ترمینځ دلاسلیک شوو موافقو او تفاهم لیکونو ته په اشارې سره په نوی پړاؤ کې ئې ددغو موافقو د تعقیبونې او عملیاتي کیدا په ضرورت ئې ټينګار وکړ او زیاته ئې کړه ، باید ددوو اړخیزو موافقو اجرا چټکه شي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د عراق د مشکل دحل لپاره د السوډاني دحکومت په اقداماتو د خوښئ په څرګندولو سره د عراق د سیاسی بهیرونو ترمینځ په موجودې ملګرتیا او غږملیات رضایت وښود او ددغو ملګرتیاؤد دوام په ضرورت ئې هم ټينګار وکړ.
دوي همداراز د حسینی اربعیّن د لسګونو میلیونو لاریون دولولناکې او پرتمینې ترسره کیدا د زمینه برابرونې لپاره دعراق د حکومت او ولس د هڅو زحمتونو په قدرونې سره، د ایران او عراق ترمینځ د کاری دوسیو تعقیبول او بلاخره ئې انجام ته رسول په نوی پړاؤ کې ددواړو هیوادونو د اړیکو لومړیتوب وبالۀ.
د عراق لومړی وزیر هم د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د بریالیو ترسره کیدا په مبارکۍ وئيلو سره هیله وښودله دایران او عراق ترمینځ شوي موافقې په نوي پړاؤ کې دعمل مرحلې ته ورسیږي. هغه په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په وړاندې د اسلامی ایارن د دریځونو په قدرونې سره ووئيل، دغه وحشي رژيم له ټولو انساني او نړیوالو سرو کرښو تیر شوی دی او ددغو جنایتونو په وړاندې د عراق رسمي و ولسی دریځ ثابت او دوامدار دی او دعراق حکومت له هغو هیوادونو سره په دایم ارتباط کې دی چې سره ګډ دریځونه لري.
د عراق لومړی وزیر همدرااز د حسینی اربعیّت د لاریو له امنیت سره یوځای او دولولناکې ترسره کیدا دزمینې برابرونې لپاره دعراق د حکومت او ولس دهڅو په باب یو راپور وړاندې کړ او ټينګار ئې وکړ، دغه لوي لاریون د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په ضد ددریځونو دغوره کولو او له ظالمانو سره په مقابلې کې د حضرت امام حسین علیه السلام د پاڅون له اصولو او معارفو سره د مسلمانانو او په تیره بیا د ځوانانو خبرول او بلدول دي.