ایکناننیوز د پریس ټي له قوله راپور راکړ،د پاکستان د شیعیانو سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو فعالان او مسئولانو د اسلام اباد پشمول د پاکستان په زیاترو ښارونو کې د خیبر پختونخوا ه صوبې په پاراچنار سیمې کې د تکفیری ترهه ګرو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پی) د جنایتونو او تاؤتریخوالو په دوام په سختو اعتراضونو سره مظاهرو ته مخه کړې او پر حکومت ئې غږ کړی چې د حالاتو د کنټرولولو لپاره دې د هیواد امنیتی ځواک او اړونده ادارې فوري اقدام وکړي.
په راپور کې وئيل شوي دي ،ترټولو ستره غونډه په اسلام اباد کې د پریس کلب په وړاندې شوي او اعتراض کونکو سړیو،ښځو او ماشومانو د شعارونو په ورکولو سره دپاراچنار د بې دفاع خلکو په ضد دتکفیری ترهه ګرو ډلو وسلوال اقدامات په سخته محکوم کړي او ګواښ ئې کړی دی چې که حکومت او پوځ په دې اړه جدي اقدامات ونه کړي ،نو په نزدې راتلونکي کې به دپاراچنار په لور لاریون وکړي.
په راپور کې وئيل شوي دي چې د کراچۍ ،لاهور ، فیصل اباد ، ملتان، سرګودها، ډیره اسماعیل خان ،حیدر آباد ،سکهر ،ساهیوال او پيښور پشمول په لسګنو ښارونو کې شیعیانو اوسنیانو په ګډه د تکفیری ترهه ګرو او جنایتکارو په ضد مظاهرې کړي او پر حکومت ئې غړ کړی چې د پاره چنار د ښاریزو دامنیت او حقوقو په تامینولو کې دې له لټۍ کار نه اخلی او د وروستیو جنایتونو او تاؤتریخوالو عوامل دې وپيژني او سزا ئې کړي.
داپه داسې حال کې دي چې په وروستیو اوو ورځو کې د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې پاراچنار سیمې کې د ددو کلو ترمینځ د مځکې په سر شخړې ته د فرقه وي رنګ په ورکولو سره درسه کورمه له سختو خطرو سره مخ شوې او له څلورو خواؤ د ټي ټي پي او تکفیری ترهه ګرو په بې آ مانه حملو کې کابو ۴۴ ځاي کسان شهیدان او ۱۷۰پورې ټپیان شوي دي .
البته وروستی راپورونه ښئ چې له ډ يرو دباؤنو وروسته په دغې سیمې کې د ګرینډ جرګې په وسیله اور بند شوی او له دواړو خواؤ مورچلې خالی کړائ شوي دی او پوځ او امنیتي ځواکونه پکې دیره شوي دي. خو ځيني سرچینې وائي چې په سیمې کې تاؤتریخوالی او ویره او وحشت هماغه شان واکمن دی او له درست پاکستان سره دکورمې لارې هماغه راز بندې دي او په دغې سیمې کې دخوراکي موادو او درملو کمښت احساس شوی دی.