IQNA

په پاکستان کې د شیعیانو د دوامدارو وژلو یو روایت

11:16 - August 05, 2024
د خبر لمبر: 3489641
د پاکستان د پاراچنار سیمې داستان آخر څه دی؟

ایکنانیوز –  د افغانستان له حمهوری حکومت او ولس سره د طالبانو په جنګ کې،یوازینی ښار چې پاکستان ته د افغان مهاجرانو منونکی شو، د دواړو هیوادونو د پولې په سر شیعه میشته ښار پاراچنار ؤ چې د سني میشته ښارونو په مینځ کې  واقع دی. البته ددغه ښار اهل تشیّع  له څه مودې وروسته په باؤر نه کونکي حالاتو کې د حملو و ترور شاهدان شول،هغه هم  دهماغو پناه غواړو  په وسیله چې  نور ئې خپل تکفیری خوي  رابرسیره کړی ؤ .څه موده وروسته ددغه خیانت ترڅنګ د افغانستان او پاکستان تکفیریانو دغه ښارپه بشپړ ډول کلابند کړ او ددغه ښار او سیمې پر اوسیدونکو مسلمانانو ئې ژوند تریخ کړ،خو ددغې سیمې اوسیدونکي د حضرت امام علی علیه السلام منونکي او وفادارو او د هغه له سیرته درس زده کونکي دي چې هیڅکله ئې ذلت  ونه مانه او په میړنتوب سره ئې د خپلې خاورې دفاع وکړه  او تکفیریانو ، ترهه ګرو ،القاعدې، البته د ځينو حکومتي کړیو ورانکارو  او بلاغوړو پشمول ئې ټولو ناامیده کړل او  له کلونو کلونو وروسته دغه کلابندۍ ختمې شوې او په زرګونو مومنانو د شهادت خوږ شربت پکې وڅښه.

دغه  داستانونه  له ۱۹۷۹ کال وروسته چې افغانستان باندې د شوروي اتحاد تیریګر پوځ یرغل کړی او ددغه ټاټوبی اوسیدونکو ایران او پاکستان ته مخه کړې وه،ان تر اوسه پورې تکفیري او جنایتکار تفکر لرونکو  د پاراچنار سیمه د خپلو تیریو او جنایتونو په نښه کړې،چې البته ددغه ټاټوبي اوسیدونکو قربانۍ ورکړي ، خو دغه تکفیریّت، جهالت،تیریو او خباثتونو ته ئې غاړه نه ده کیښودلې او د خپلې خاورې ئې په میړنتوب سره دفاع کړې ده.

همدااوس هم کابو دوه اونۍ مخکې دغو تکفیري ترهه ګرو او جنایتکارو یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان د ځينو حکومتي کړیو په شنې اشارې سره د پاره چنار سیمې پر مومنانو بیا دایره تنګه کړه او له څلورو خواؤ ئې په مختلفو پلمو سره یرغل وکړ،چې البته په دغو کابو لسو ورځینوجنایتونو او تیریو کې هم کابو ۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او دغه راز کابو ۲۶۹نور ټپیان شول خو د خپلې پاکې خاورې په دفاع کولو سره ئې د جنایتکارو تکفیریانو سپيرې منګولې یو ځل بیا ناامیدې کړې او خپل ټاټوبی ئې په میړنتوب سره وساته. 

captcha